لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ګاډو خرڅېدل کم شوي خو نرخونه یې نور هم په بره تللي دي


په پاکستان کز د ګاډو په خرڅ کې د رامنځته شوي 60 فیصدي کمي باوجود انډس موټرز د ګاډو بیعې د 2 لکو روپو نه تر 12 لکو روپو پورې ګران کړي دي او د هغې اثر په مارکیټ کې د استعمال شوؤ یا زړو ګاډو په نرخونو هم پریوځي.

سوداګر وایې د نوؤ ګاډو د ګرانو بیعو له وجې داستعمال شوؤ ګاډو په بیعو کې به نوره هم اضافه وشي.

اقتصادي پوهان وایپ په حکومتي کچه د زیاتو ټیکسونو، پیداواري لګښتونو او د ډالر په مقابله کې د روپۍ د بیعې د کمي له وجې صنعتي پیداوار په نرخونو هم اغیزې کیږي .

په پاکستان کې د ګاډو کمپنۍ انډس موټرز (ټویوټا) روان مالي کال کې د ګاډو په خرڅ کې د 59 فیصدي دکمي باوجود د یو ګاډي بيعه د 280,000 روپو نه تر 12 لکو روپو زیاته کړې ده او دا نوي نرخونه به د روانې میاشتې د 12 نیټې نه پځائ کیږي.

تیره میاشت په دسمبر کې یادې کمپنۍ د ډالرو د کمي او ایل سیز نه پرانستل کیدو له وجې خپل پیداوار هم د یوی اوونۍ دپاره تړلی و.

د ګاډو کاروباریان وایي د ډالر په مقابله کې د پاکستانی روپۍ د کمي په وجه د وړاندې څخه د استمال شوؤ یا زړو ګاډو بیعې سېوا شوي او د کمپنۍ د پریکړی وروسته ددې بیعې به نورې هم زیاتې شي.

داود خان په خیبر پښتونخوا کې د زړو ګاډو کاروبار کوي، وایي راړه ګاډي وړاندی هم ګران شوي.

"2006-7 ماډل ګاډی په 10لکه روپۍ و او د هغې بيعه اوس 16 لکو روپو ته زیاته شوې ده او هم دغه رنګه 2016 ماډل ګاډی ټویوټا په 18، 19 لکه روپۍ و نن سبا دهغه ګاډي بيعه 26 لکو روپو ته رسیدلې ده"

انډس موټرز کمپني وایي په پاکستان کې د معاشی بدحالۍ،زرمبادله کې دبې ثباتۍ او په پیداوار د خرڅونو له وجې موجوده نرخونه پځائ نه شي ساتلی او هم ددې له وجې یې ګاډی ګران کړي دي.

د انډس موټرز کمپنۍ د قیمتونو مطابق د1300 سي سي ګاډي قیمت 40لکو او 69 روپو ته زیات شوی، د کروله ګاډی 1600 سي سي ګاډی بيعه 3 لکو او 70 زره اضافې سره 49لکو او 40 زره روپو ، او د وي ای ټي او فارچونر ګاډي بيعه د 9 لکو روپو د اضافې وروسته یو کروړ 20 لکو او یو نیم کروړ روپو نه هم سیوا شوې ده.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وایي د ډالر د بیعې د زیاتوالي او حکومتي ټيکسونو له وجې په پاکستان کې د صنعتی پیداوار په بیعو کې اضافه کیږي.

"پیداواري خرڅونه، حکومتي ټيکسونه او نړیواله ګراني ددې غټې وجې دي پاکستان په صنعتونو په مختلفو ټيکسونو کې هم اضافې کړې دي چې په ټولو پیداواري شیانو لګي او دهغې له وجې هم ددې قیمتونه په بره ځي"

په پاکستان کی معاشي پوهان وایي د سود د شرحې د زیات والي او معاشي بدحالۍ له وجۍ د ګاډو صنعت هم سخت اغیزمن شوی او د پاکستان د ګاډو د جوړولو اتحادیه وایي تیر کال په اکتوبر کې انډس موټرز 30فیصدي پیداوار کم کړی او د روان مالي کال په 6 میاشتو کې د کرولا او یارس ګاډو خرڅ (سیل) 59فیصدي کم شوی او تیره میاشت یوازې 1879 ګاډی خرڅ شوي دي.

تیر کال د پاکستان حکومت په ګاډو فیډرل ایکسایز ډیوټي د 7.5فیصدو نه تر 40فیصدو زیاته کړې وه ترڅو 6.5 اربه روپۍ په مالیا کې اضافه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG