لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت قبایلي ضلعو کې دفنډونو مصرفولو لپاره دمرکز لخوا جوړه کمیټي غیراییني بللې ده


د خېبر پښتونخوا حکومت د وفاقي حکومت لخوا د قبايلي ضلعو د فنډونو خرچ کولو د پاره جوړه کميټي رد کړې ده او ويلي یې دي ددې کمبټې جوړول د ۲۵م ایيني بدلون سرغړونه ده۔

د وفاقي حکومت غړي وايي صوبایي واکمنانو د قبايلي ضلعو فنډونه په نورو ضلعو کې خرچ کړي دي۔

د خېبر پښتونخوا وزيراعلا محمود خان په يو بيان کې ويلي د ۲۵م ايني بدلون د سیوري لاندې په قبايلي ضلعو کې ترقياتي کارونه کول د صوبايي حکومت ذمه واري ده خو وفاقي حکومت دوي ته فنډونه نه ورکوي۔

نوموړي ويلي د وفاقي حکومت لخوا چې دقبايلي ضلعو د فنډونو خرچ کولو د پاره کومه کميټي جوړه شوې ده دا غېر ائيني ده اؤ دوي به یې پرضد عالت ته ځي.

د وفاقي حکومت لخو په دې وروستیو کې دیوې کميټۍ جوړولو اعلامیه خپره شوې ده چې دا کمیټي به په قبایلي ضلعو کې دپرمختیایي کارونو لپاره د ایي ایي پي اتيا فيصده پنګې مصرفوي.

په کميټۍ کې د خېبر پښتونخوا ګورنر، دوه د صوبايي اسمبلۍ غړي، دوه د قامي اسمبلۍ غړي او ځینې سيکټريان شامل دي خو د کمېټې د غړو نومونه په اعلامیه کې نه دي ورکړل شوي۔

دمرکزي حکومت پلوي دشمالي وزيرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ډيوه ته وويل په کميټۍ کې په ځینو نومونو اعتراض لري، خو هغه وایي صوبايي حکومت د قبايلي ضلعو فنډونه د صوبې په نورو برخو کې مصرفوی.

نوموړي وويل د قبايلي ضلعو د فنډونو د مختص کولو او خرچ کولو د پاره مستقل حل لاره راويستل پکار ده۔

د مومند قبایلي ضلعې نه د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار مومند ډيوه ته وويل د وفاقي حکومت دا ګام د ۲۵ ایيني بدلون سرغړونه ده۔

نوموړي وويل دوي مني چې صوبايي حکومت د ضم شوو ضلعو پېسې په نورو ضلعو کې خرچ کوي خو ددی مخنيوي په ایيني توګه باندې پکار دی.

د خېبر پښتونخوا حکومت وياند بیريسټر سېف ډيوه سره خبرو کې دقبایلي ضلعو د فنډونو په نورو ضلعو کې د مصرفولو تورونه رد کړي دي.

هغه وایي وفاقي حکومت صوبې د ضم شوؤ قبایلي ضلعو فنډونه نه دي ورکړي نو دوي بيا څنګه کولی شي چې هغه نورو ضلعو کې خرچ کړي۔

نوموړي وويل دوي د وفاقي حکومت خلاف عدالت ته په تللو باندې غور کوي۔

د ۲۵م ایيني بدلون لاندې د لسو کالو پورې به د قبايلي ضلعو ترقياتي او اخراجاتي فنډونه وفاقي حکومت ورکوي۔

د روان مالي کال د پاره يو سل لس بيلنه روپۍ د وفاق له لوري صوبې ته ورکول دي چې په دې پیسو کې نزدې نيمايي د ترقياتي کارونو د پاره دي خو صوبايي حکومت وايي چې دغه فنډونه نه دي ورکړل شوي او وفاقي حکومت د کميټۍ د لارې دغه فنډونه مصرفول غواړي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG