لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیپال کې دمسافرو الوتکه غورځېدلې، 72کسان پکې سواره وؤ،40 مړي راویستل شوي


دنیپال په پکهارا ښار کې یوه مسافر وړونکې الوتکه د راغورځېدو له امله تباه شوې ده چې ددغه هیواد دهوابارۍ محکمې دچارواکو له مخې تراوسه ترې د40 کسانو مړي راویستل شوي دي.

دنیپال دیټي هوایي شرکت دا الوتکه د کهټمنډو نه پکهارا ته روانه وه چې دعملې په ګډون پکې 72 کسان سواره وؤ.

په سمدستي توګه دالوتکې دغورځېدو علت نه دی روښانه شوی ، دپېښې سره سم په سلګونو مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ دمړو په راویستلو یې کار پیل کړی دی.

دالوتکې د راغورځېدو ویډیو ګانې په سوشل میډیا هم خپرې کړل شوي چې پکې دغه الوتکه د راغورځېدو په مهال لیدل کیږي اؤ دپېښې له ځایه لوګي پورته کیږي.

د خبري شبکې رایټرز له مخې دنیپال دهوا بازۍ د ادارې ویاند جاګاناتهـ ویلي موسم صفا دی اؤ په سیمه کې دمرستې فعالیتونه دوامداره دي.

دیټي هوایي شرکت ویاند سدارشن بارتواله له مخې د ای ټي ار 72 دې الوتکې دوه انجنونه درلودل اؤ 72 کسان پکې سواره وؤ چې دې کې دعملې څلور غړي،دوه ماشومان اؤ 10 غیرملکیان هم شامل دي.

هغه ویلي چې دا الوتکه دپکهارا دپخوانۍ اؤ نوې هوایي ادې ترمنځ راغورځېدلې ده.

دنیپال وزیراعظم پشپا کمال دالوتکې په تباه کیدو دغم اؤ خفګان څرګندونه کړې اؤ دامنیتي شبکو او ولس نه یې غوښتنه کړې ده چې باید دمرستې فعالیتونو کې پراخه برخه واخلي.

یټي هوایي شرکت شپږ ای ټي ار 72-500 الوتکې لري اؤ مخې ته د راغلو معلوماتو له مخې دا تباه شوې الوتکه پینځلس کاله زړه وه.

(دې رپورټ کې ځینې معلومات درویټرز خبري شبکې نه اخستل شوي دي)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG