لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمیرانشاه د ړنګو دوکانونو مالکانو دمعاوضو نه ترلاسه کېدو پرضد داحتجاجي پرلت ګواښ کړی


دشمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال د ویجاړ شوو دکانونو مالکان وايي چې حکومت ورته دژمنو باوجود اعلان کړی مرستې په بشپړه ډول نه دي ورکړي.

دغه دوکانداران وایي که مرستې نورې ځنډول کیږي پرضد یې پرلت پېل کوي خو حکومتي چارواکي وایي د عملیاتو پرمهال د 6969 دوکاندارانو تاوان منل شوی او نزدې 2500 دوکاندارانو ته مرستې ورکړل شوې او د مرستو ورکولو دا لړی روانه ده .

خبري غونډې ته دمیرانشاه سیمې ځپل شوؤ دکانداران ویلي حکومت باېد د معاوضو خبرې ته نور ځنډ ورنه کړي په او سمدستي توګه دې ټولو دوکاندارانو ته د ړنګو دوکانونو معاوضې ورکړي.

د دوکاندرانو د اتحادیې یو مشر میر سعادت ویلي چارواکي د هیلو او بهانو نه کار نه اخلي او په فوري توګه دې دوکاندارانو ته مرستې ورکړل شي.

د خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام اداره پي ډي ایم وایي د صوبې حکومت ځپلو شوو دوکاندارنو ته د معاوضو پیسې ځايي انتظامي ته سپارلي دي او د جاج اخستو وروسته به دوکاندارانو د مرستو چیکونه ورکړل کیږي.

د دوکاندارانو یو بل مشر ملک انور حسین ویلي حکومت ورسره د ړنګو شوؤ دوکانونو د معاوضو ورکولو وعده وروسته له هغې کړې چې عدالت هم د دوی دا تاوانونه منلي دي او ویلی وو چې د کومو کاندرانو تاوانونه شوي دي هغوي ټولو ته به یو وخت دا مرستې ورکړل کیږي خو تردې مهاله تر نیمایي کمو دوکاندارانو ته دا مرستې ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه که تر شلمې جنورۍ دوی ته دا مرستې ورنه کړل شوې بیا احتجاجي پرلت پېل کوي.

په شمالی وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې د وسله والو پرضد عملیات کړي خو ځایي خلک وایي د عملیاتو پرمهال د عام ولس کورونه،بازارونه او مارکیټونه وران کړل شوي دي.

په کال 2020 کې د سختو احتجاجو وروسته د صوبې اوسني حکومت د دوی دا تاوان منلی ؤ او هغه وخت د صوبې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ویاند اجمل وزیر ویلي وو صوبایي حکومت دا پیسې منظورې کړي دي.

هغه ویلي وؤ د کومو دوکاندرانو چې د یو نه تر لسو لکو روپو پورې تاوان شوی دی هغوي ته به ٣،٣ لکه ، د چا چې د ١١ نه تر٣٠ لکو پورې تاوانونه شوي دي هغوي ته به د ٧ نه تر ٨ لکو پورې معاوضه او د کومو کاروباریانو چې د 30 لکو نه زیات تاوانونه شوي وي هغوي ته به 14 ,14 لکه روپۍ معاوضې ورکول کیږی.

خبري غونډې ته د دوکاندارانو یو بل مشر ملک احسان ویلي د ضرب عضب عملیاتو پرمهال دوکانداران په کروړونو روپۍ تاوان سره مخ شوي دي.

هغه وویل دا سامانونه دوی په پور راوړي اوس مهال ترې د نورو سیمو کاروباریان هغه د پور پیسې غواړي او دعلته د دوی کاروبار په تپه ولاړ دی.

وي او ای ډیوه په دې اړه د انتظامیه مشر سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب یې تر لاسه نه کړو .

په سیمه کې د مرستو د ویشلو په دنده بوخت یو چارواکي ډیوه وویل د عملیاتو پرمهال د میرانشاه بازار د 6969 دوکاندارانو تاوان منل شوی او نزدې 2500 دوکاندارانو ته دمرستو چیکونه ورکړل شوي او د مرستو ورکولو دا لړی روانه ده خو دا د تصدیق تر عمل تیریږي او چې کوم چیکونو تصدیق کیږي هغه په فوري توګه ځپل شوؤ دوکاندارانو ته حواله کیږي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG