لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې نامعلونو کسانو د پخواني نظام د پارلېمان یوه غړې مرسل نبي زاده ووژله


واشنګټن (اېسوشیټډ پرس) - د افغانستان د پارلېمان یوه پخوانۍ غړې او د هغه یو تن ساتونکی د نامعلومو کسانو له خوا د هغې په خپل کور کې ووژل شوه. پولیسو ویلي چې دا پېښه د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه کې شوې ده.

مرسل نبي زاده، یوه پښتنه مېرمن او یوه له هغو په ګوتو شمار استازو له ډلې څخه وه چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو د راتګ نه پس هم په کابل کې پاته شوه.

هغه د پخواني نظام د پارلېمان اولنۍ غړې ده چې د طالبانو د واک اختیار لاندې کابل کې ووژل شوه.

د طالبانو د انتظامیې یو سیمه ییز پولیس چارواکي مولوي حمیدالله خالد ویلي چې مرسل نبي زاده او یو تن ساتونکی یې د هغې په کور کې وژل شوي، او یو ورور او بل ساتونکی یې زخمیان شوي دي.

طالب چارواکي دعوه لري چې د مرسل نبي زاده یو درېیم ساتونکی پیسې او زیورات اخیستي او تښتېدلی دی.

مولوي خالد زیاته کړې ده چې د پېښې په اړوند تحقیقات روان دي، مګر دا یې ونه ویل چې د واقعې اصلي سبب څه و.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پیژندل شوي سیاستمدار ډاکټر عبدالله عبدالله، چې پخپله هم د طالبانو د ولقې لاندې کابل کې اوسيږي، وویل چې د مېرمن نبي زاده په مرګ ډېر خواشینی شوی او امید یې څرګند کړی چې د دې قضیې عاملینو ته دې سزا ورکړی شي. ډاکټر عبدالله زیاته کړې چې مرسل نبي زاده "د خلکو نماینده او خدمتگاره" بللې ده.

مرسل نبي زاده څه موده وړاندې د افغانستان خصوصي ټلوېژن – شمشاد – سره په یوه مرکه کې ویلي و چې افغانان باید یو بل ومني او د وطن جوړولو دپاره اتفاق وکړي.

هغه په ۲۰۱۹ کال کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې وټاکل شوه او د ژوند تر پایه په کابل کې پاته شوه.

هغه په پارلېمان – ولسي جرګه – کې د دفاع د کمیشن غړې وه او په یو غیردولتي تنظیم کې چې کار یې د بشري وسایلو تحقیق او ترقي وه، هم دنده درلوده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG