لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: د بلدياتي انتخاباتو نتيجې وروسته شوي، سیاسي ګوندونو د درغليو تورونه لګولي


د پاکستان په سيند صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو په دویمه مرحله کې پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ [15 جنورۍ] بلدياتي انتخابات ترسره شوي خو په ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د نتيجو مخې ته نه راتلو وروسته سياسي ګوندونو د درغليو تورونه لګولي دي.

سياسي ګوندونو د خپلو خپلو برياو دعوې کړي خو ټولې نتيجې مخې ته نه دي راغلي.

په سيند صوبه کې د واکمنه حکومتي ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ صوبايي وزير سعيد غني دعوه کړې چې ګوند يې زیاتې څوکۍ ګټلي دي.

جماعت اسلامي ګوند هم د خپلې بريا دعوه کړې ده.

د جماعت اسلامي ګوند د ميېر امېدوار نعيم الرحمان ويلي چې جماعت اسلامي تر ټولو زياتې يونين کونسلې ګټلې دي.

نوموړي د شپې ناوخته تور لګولی چې د نتيجو بدلولو دپاره ځينې نتيجې وروسته کولی شي خو ورسره يې دړکه هم ورکړې چې که نتیجې په وخت ور نه کړی شوې په احتجاج به لاس پورې کړي.

تحریک انصاف هم د خپلط ګټې دعوه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند يو مشر خرم شېرزمان ویلي چې په بلدیاتي انتخاباتو کې اصل مقابله د جماعت اسلامي او تحريک انصاف وه.

په کراچۍ او حېدر اباد کې بلدياتي انتخابات د اوږدې مودې نه د ځنډ سره مخ وو.

متحده قومي مومنټ ډلې په انتخاباتو کې د برخو اخستو نه بايکاټ کړی وو او شکایت یې کولو چې حلقه بندۍ سمې نه دي شوي.

ياد ګوند ويلي چې په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو هيڅ ګټه ونه رسي.

په پرونو انتخاباتو کې د کمو خلکو برخې اخستو خبرونه مخې ته راغلي په ځينو ځايونو کې د رایو اچولو د عمل وروسته پېل کېدو او په ځینو ځايونو کې د نښتو خبرونه هم مخې ته راغلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زندان کې هنري زدکړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:13 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG