د خېبرپښتونخوا وزيراعلا محمود خان پرون د اتوار په ورځ ناوخته په ټويټر ويلي، چې د نهې/ سه شنبې په ورځ به د اسمبلۍ ماتولو سمري ګورنر ته وليږي.
محمود خان ويلي، " د قايد عمران خان د حکم ترمخه به د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ماتولو سمري د نهې/ سه شنبې په ورځ [17 جنورۍ] ګورنر ته وليږي. او تحریک انصاف ګوند به په دوه درې اکثريت سره بیا په حکومت کې راشي".
په پښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسېن بابک ويلي،
"که د اسمبلۍ ماتولو پرېکړه شوي وي نو د بدنيتۍ په اساس د انتظامي افسرانو تبادلې بد انتظامي، او د ناوړه ارادو د لارې هوارولو دپاره د ولس د خاموشه مزاحمت نه بې خبره دي. په ناجايزه طريقه په واک کې راغلي د ويرې ښکار دي".
د خالي/ شنبې په ورځ محمود خان ويلي وو د عمران خان په اشاره به اسمبلي ماته کړي.
څېړونکي وايي په هېواد کې دمخ په زياتېدونکي اقتصادي بحران او دناامنۍ پېښو پرمهال د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي ماتول به په صوبه کې د سياسي عدم استحکام، د امن وضعيت خرابېدو او معاشي ستونزو سېوا کېدو سبب وګرځي.
له دې وړاندې په پنجاب صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان په وينا اسمبلي ماته کړی شوې ده.
د اسمبلۍ ماتېدو وروسته دپنجاب ګورنر د نګران وزیراعلا ټاکنې لپاره وزیراعلا پرویز الهي او د اپوزیشن مشر حمزه شهباز ته خپلو کې دمشورې لپاره لیک استولی دی.
ترڅو چې نګران وزیراعلان نه وي ټاکل شوی ترهغې به چوهدري پرویز الهي د وزیراعلا په توګه پخپله کرسۍ ناست وي اود نګران وزیراعلا لپاره به په درېو ورځو کې دننه د اپوزیشن د مشر سره مشوره کوي.
په پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبو کې دا مهال د تحریک انصاف ګوند حکومتونه دي او د دغه ګوند مشر عمران خان ویلي هیواد کې د نوي سره ټولټاکنو لپاره د هغه ګوند د دواړو صوبو او مرکزي اسمبلۍ نه وتل غواړي.