په افغانستان کې تېره میاشت د واکمنو طالبانو له لوري د جینکو پر لوړو زدکړو بندیز هغه بهرني محصلین هم اغېزمنه کړي چې د خېبر پښتونخوا سره تړاو لري. دغه ښځینه محصیلینې چې شمېر یې ۱۰۵ تنو ته رسيږي په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته مظاهره کړې ده. منزه شهید د نورو جزئیاتو سره: