لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: پاکستان او ايران د سوداګرۍ سېوا کولو يادداښتي تړونونه لاسليک کړي


د پاکستان بلوچستان صوبې د کوټې او د ايران د ذاهدان د سوداګريز دفترونو يا جواينټ بارډر ټرېډ کمېټۍ ترمينځ د دواړو ملکونو ترمنځ د سوداګرۍ سېوا کولو دپاره په کوټه کې نوي يادداښتي تړونونه لاسليک شوي دي.

د بلوچستان حکومت په جاري کړل شوي سرکاري خبر کې ويل شوي چې په کوټه کې د کوټې سوداګريز دفتر يا چيمبر آف کامرس کې د ايران سيستان بلوچستان او د پاکستان د بلوچستان صوبې د چارواکو دوره ورځڼۍ غونډه وړمه ورځ پای ته رسېدلې ده.

د وارداتو او صادراتو يا امپورټ ايسکپورټ زياتول، په شريکه د سرحدي مارکيټونو جوړول، د هغوی فعالول، سرحدي سيمه یيز او پر ملکي کچه د دواړو ملکونو تجارت زياتول، د مال په بدله کې مال وړل، د تجارانو لپاره اسانتياوې ، پر سرحد د تګ راتګ او کاروبار لپاره نوې لارې جوړول، د کار وخت زياتول، پر تازه ميوو د تيکسونو کمول، د سرحدي تجارتي کمېټۍ فعاله کول، د کوټې او ذاهدان په سودا ګريز دفترونو کې د سيکټريټ جوړولو ترڅنګ په ځینې نور تړونونو هم لاسلیک شوی دی.

پر دې پريکړه ليک باندې د ماينز او تجارت د ارګنايزېشن ايران مشر ارج حسن پور او د کسټم د کلکټرکوټي استازي اغا سعيد دستخطونه کړي دي.

د بلوچستان د چېمبر آف کامرس مشر عبد الله اڅکزي په غونډه کې د وينا پر مهال وويل پاکستان او ایران چې له یو بل سره 700 کلومیټره اوږد سرحد لري نو د دواړو ملکونه د سرحدي تجارت زياتولو ته اړتيا لري.

"له ایران څخه تر 100 زیات مواد پاکستان ته راځي د دې ځای حکومت د پرمټ یا اجازت نامې غوښتنه نه کوي خو د ایران حکومت له پاکستاني تاجرانو څخه د ايراني حکومت د اجازت نامې غوښتنه کوي، ذاهدان د سوداګریز دفتر او د ایران حکومت څخه زموږ دا غوښتنه ده چې داسې شرط دي ختم کړل شي او په ازاده توګه دې تجارت ته اجازه ورکړل شي".

د پاکستان د بهر نیو چارو وزارت پر ویب پاڼه خپاره شوو معلوماتو ترمخه د پاکستان او ایران تر میان د کال 392.08 ملین ډالرو تجارت کيږي.

د پاکستان لخوا ایران ته د 22.86 ملین ډالرو مواد وريژې، غوښه، کپړه، کاغذ، کېمېکل، میوې او سبزۍ لېږل کيږي هم دا رنګه د ایران له لوري و پاکستان ته د 369.23 ملین ډالرو بېلا بېل توکي لکه سکرېپ،اوسپنه، تېل، ګېس، ټايل او خواراکي راوړل کيږي.

د یادو لاسلیک شويو موافقو په اړه د بلوچستان د سوداګریز دفتر مرستیال مشر سید عبدل الاحد آغا له ډیوه سره په خبرو کې وویل،

"په غونډه کې د دواړو اړخو له لوري د موافقو د لاسليک کولو مقصد دا وو چې تجارت ته به نوره زیاته توجه ورکړل شي، د يو کال تجارت 500 ملينه امریکايي ډالرو ته د رسولو کوم هدف چې ټاکل شوی دی پر هغه له دواړو لورو کار کيږي ترڅو دوه اړخیز کاروبار نور پرمختګ وکړي، دواړو ملکونو په شریکه پانګونه باندې هم خبرې وشوې".

په دوه ورځنۍ غونډه کې له دواړو ملکونو څخه پر سرحدي تجارت د ټیکس اخیستل له 30 څخه تر 70 فيصده کموالي سپارښتنه شوې، د کوهک پنجګور او چیدګي په سیمه کې د یو بل سرحدي لارې جوړل میرجاواه ، تفتان ، جلغ ، ماشکیېول او شمسار په سیمه کې د نويو مشترک سرحدي ماکیټونو، په سرحدي سیمو کې لازمي دفترونه جوړول، د ددواړو هیوادونو له لوري د سرحد تړلو او خلاصول وخت او اصول ټاکل هم په سپارښتو کې شامل وو.

دواړو اړخونو له لوري دا پریکړه شوې چې د ایراني ډرايورانو، او د ایراني ټرانسپورټ کمپنیانو ته به د شپږو او نهو میاشتو پاکستانۍ ویزې ورکول کيږي.

تجارانو د مهمې پريکړې بللې او ويلي يې دي چې دا به په روان خراب معاشي وضيت کې د بلوچستان او د د واړو ملکونو لپاره ګټوره لاره ثابته شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG