لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو پاکستان ته: په زوره د مذهب بدلولو او جينکو د ودونو مخنيوی دې وکړي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو پاکستان کې د مذهبي لږکيو سره تعلق لرونکو جينکو په زوره د واده کولو او مذهب بدلولو په پېښو اندېښنه څرګنده کړې او د پاکستان نه یې په سمدستي توګه د دغو پېښو د مخنيوي او انصاف ورکولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په وېب پاڼه د ورکړی شوي خبر ترمخه، د ملګرو ملتونو کار پوهانو ویلي د پاکستان په حکومت ټینګار کوي چې د کم عمره جينکو او کم عمر ښځو په زوره د ودونو کولو او مذهب بدلولو د پېښو د مخنيوي دپاره په سمدستي توګه ګامونه پورته کړي.

دوی ويلي، پاکستان دې د ځايي او نړيوالو بشري حقونو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي، د دغو پېښو پلټنې دې وکړي او زمه وارو سره دې حساب وکړي.

پاکستان په سمدستي ډول د بشري حقونو د کارپوهانو څرګندونو ته غبرګون نه دی ویلی خو له دې وړاندې یې تل دريځ خپل کړی چې په پاکستان کې لږکۍ خوندي دي او په زوره د مذهب بدلولو دومره پېښې نه کيږي څومره چې ښودل کيږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کار پوهانو ویلي، د دوی دپاره دا خبر ډېر د خفګان دی چې "د 13 کلونو د عمر جينکۍ د کورونو سره تښتول کيږي او د دوی د عمر نه يو په دوه زيات عمر لرونکي تن سره ورله واده کولی شي او په اسلام قبلولو مجبوره کول کيږي او دا کار د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو سرغړونه ده".

دوی زياته کړې "اندېښنه لري چې په داسې ودونو او مذهب بدلولو کې جينکۍ يا ښځې او د دوی کورنيو ته ګواښونه کيږي او ويرول کيږي".

پوهانو په دغو پېښو کې په انصاف نه ترلاسه کېدو د افسوس څرګندونه کړې او زياته کړې يې ده دا خبرونه ورته ترلاسه شوي چې "په دغو پېښو کې د مذهبي چارواکي او امنیتي ځواکونه هم شامل وي. د دې ترڅنګ په عدالتي نظام کې جعلي ثبوتونه هم په دې جرمونو کې مددګاره ثابتيږي".

دوه کاله وړاندې د اې پي خبري ادارې په خبره کې د پاکستان دننه هرکال د مذهبي لږکیو د 1000 جينکو په جبر د مذهب بدلولو شمېرې ښودل شوې وې.

او هغه وخت د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ويلي وو د څو تنانو او غېر رياستي عناصرو لخوا د لږکيو د مذهب د جبري بدلون ځينې پېښې شوي خو په هغو کې د رياستي ادارو د لاس لرنې ثبوت نشته او چې چرته هم د داسې پېښو اطلاع ترلاسه شوې نو ټولو رياستي ادارو د زمه وار تنانو پرضد چټک ګامونه اخستې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کار پوهانو په يادو پېښو کې د اغېزمنو کورنیو له قوله ويلي، چې "پولیس هم د دغو پېښو شکایتونو ته پاملرنه نه کوي، د رپورټ درج کولو نه انکار کوي يا دغه ډول پېښو ته د ميني د واده نوم ورکړي او د سره یې جرم نه بولي".

کارپوهانو زياته کړې، پاکستاني چارواکو له پکار ده چې په زوره د مذهب بدلولو، په زوره او کم عمر کې د ودونو او جينکو د تښتولو د مخنيوي دپاره قانون جوړ کړي، د غلامۍ او بشري قاچاق د مقابلې او ښځو او ماشومانو د حقونو په ځای ساتلو دپاره د نړيوالو قوانينو په اړه کړې ژمنې پوره کړي.

پاکستان کې د لږکيو او په ځانګړي ډول هندو لږکيو د جينکو تښتولو، په زوره د مسلمانولو او ودونو د پېښو خبرونه اکثره په سيند صوبه کې مخې ته راځي.

په سیند صوبه کې د هندوانو جینکو په زوره د مذهب بدلولو او د هغوي د جبري ودونو د پېښو په اړه جوړ کړل شوي دستاویزي فلم"The Losing Side" یا "بایلودونکی لوری" د نړیوال کانز فلم مقابلو کې دانساني حقونو په اړه د نومبر میاشت کې د جوړ شوي غوره فلم ایوارډ یا جایزه ګټلې وه.

دغه جایزه د امریکې یو بل فلم ته هم ورکړل شوې وه.

وي او اې ډیوه په سيند صوبه کې د لږکيو په زوره د مذهب بدلولو او ودونو په اړه د حکومتي چارواکو سره د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ویل شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG