لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: افغان طالبان به پاکستان کې د بریدونو ودرولو لپاره په ټي ټي پي فشار رانه وړي


په داسې حال کې چې پاکستان کې د ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان له اړخه د ترهګري په پیښو کې زیاتوالی راغلی، هیواد کې دننه تاوده بحثونه پیل شوي چې د پاکستان سره کومې هغه لارې شته چې افغان طالبان په دې سلا کړي چې په ټي ټي پي بد ترهګرېز بریدونو ودرولو دپاره فشار واچوي.

دا په داسې حال ېک ده چې حکومتي وزیران تور لګوي چې دغه ترهګر د افغان مزکې څخه عملیات کوې خو د افغان طالبانو حکومت دغه تورونه ردوې او واېې چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په پآکستان کې میشت دي.

د څیړونکو وینا ده چې افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان په نظریاتي توګه یو دي نو دوې نه شي کولی چې تحریک طالبان باندې د ترهګریږو بریدونو ودرولو فشار واچوي البته د دوي تر مخه پاکستان یوازې د افغان طالبانو د حکومت سره نه بلکې باید د ټریک ټو خبرو د لارې د افغان ولسي مشرانو او پوهانو سره هم د خبرو لړۍ یوځل بیا پیل کړي.

د پاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمنځ داوربند د شوي تړون له ماتېدو وروسته کالعدم تحریک طالبان پاکستان د امنیتي چارواکو په نخښه کولو ته دوام ورکړی او په وروستیو میاشتو کې یې خپلو بریدونو کې زیاتوالی راوستی دی.

ټي ټي پي یوازې په تیرو دریوو میاشتو کې د 150 څخه د زیاتو ترهګرو بریدونو مسولیت په غاړه اخستی دی.

د څېړونکو وینا ده پاکستان غواړي چې د افغان طالبانو حکومت وهڅوي ترڅو د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټې ټی پی) لخوا رامینځته شوی ګواښ بې اثره کړی.

پخوانی سفارتکار اصف دراني وي او ای ډیوه ته وایي،د ضرب عضب عملیاتو په مهال تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پناه اخستې وه چې یو حقیقت دی.

هغه وایي افغان طالبان او تحریک طالبان پاکستان په نظریاتي توګه یو دي نو دوې نه شی کولی چې تحریک طالبان باندې د ترهګریږو بریدونو ودرولو فشار واچوي.

دهغه په خبره پاکستان او افغان طالبان باید د ستونزو د هواري د پاره خبرو ته لاره هواره کړې"او پاکستانې مشران یوازې د افغان حکومت سره د خبرو پر ځاي ټریک ټو یعنې د افغانستان د ولسې مشرانو او پوهانو سره هم د خبرو لړې یوځل بیا پیل کړي"

نوموړی دا هم وایي پاکستانې چارواکو ته به په افغانستان کې د لاس وهنې څخه ځآن کرځول او افغانان خپلې خوښې ته پریښول وي که چرې په افغانستان کې ثبات راشې نو د پاکستان په ګټه دی.

دپاکستان حکومت تیر کال د کالعدم تحریک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانو په غوښتنه، د سولې خبرې پیل کړې وې.

په پیل کې دسولې دغو خبرو اترو ځینې پایلې رامینځته کړې اؤ پاکستاني طالبانو دحکومت سره د اوربند یوه موافقه وکړه چې د ټي ټي پي ځینې غړو ته اجازه ورکړي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي خو دا خبرې اترې وروسته ماتې سره مخ شوې او پرمخ لا نه ړې.

څیړونکې وایي افغان طالبان په شخصي ناستو کې د پاکستان اندېښنو ته د رسېدو لپاره لېوال وو، خو ټي ټي پي سره د نزدې اړيکو له امله دهغوئ پر وړاندې کوم ګام پورته کولو زړه نه ښه کوي له همدې امله افغان حکومت پر پاکستان غږ کړی چې ټي ټي پي سره خبرو ته کېښني.

ستر خبریال طاهرخان وې او اې ډیوه ته وایي"د افغان طالبانو زه نور رول نه وینم، دا ممکنه نه ده چې د افغان طالبان دې د پاکستان د پاره پر پاکستانې طالبان, باندې فشار راوړي یا د پاکستان د پاره هغوې څوک د افغانستان څخه وباسي.ځکه چې پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو مرسته کړې وه کله چې هغو افغانستان ته د امریکې د راتګ نه وروسته پاکستان ته راغلي وو، بل ددوي نظریه هم یوه ده"

په عین حال کې دټي ټي پي د بریدونو چټکتیا د هیواد ملکي او نظامي مشرتابه دې ته اړ کړل چې دافغانستان په اړه تګلارې ته بیاکتنه وکړي.

د روانې میاشتې په پیل کې د ملي امنیت کمیټې (این ایس سي) د ترهګرو بریدونو د زیاتوالي په اړه د بحث لپاره غونډه کړې وه چې پکې دترهګرو په وړاندې دهیڅ زغم نه لرلو دپالیسۍ خپلولو هوډ ښودل شوی ؤ.

د ملکي او پوځي مشرتابه ددغه غونډې په خپره شوې بیانیه کې که څه هم د افغانستان نوم نه و اخستل شوی خو وروسته ددفاع وزیر خواجه اصف ویلې وو د کالعدم ټی ټی پې ترهګر د افغانستان څخه پاکستان ته راځي او د افغان طالبانو د حکومت ذمه وارې ده چې ترهګر د اړې ګرې خورولو څخه منعې کړي.

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم ویلي وو که افغانستان د ټي ټي پي د پټو ځایونو په ضد کارروایي نه کوي نو د نړیوالو قوانینو له مخې دوې دا حق لري چې که کومه ترهګره ډله له خپلو پټنځایونو څخه په بله سیمه کې د برید پلان لري نو کولی شي چې په ضد یې برید وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله له دې وړاندې ویلي وو که د تحریک طالبان پاکستان غړي تسلیم شي او د ریاست رټ ومني نو پاکستان ورسره خبرې کولی شي.

د پاکستان د حکومتې وزیرانو د دغه بیانو په عکس العمل کې د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې پر حالاتو قابو موندلو د پاره ګامونه پورته کول د پاکستان ذمه واري ده.

هغه ویلي وؤ د دوئ حکومت د پاکستان او ګاوندې هیوادونو سره ښه اړیکې غواړې او پاکستان دې د کرکه خورونکو او بې بنیاده بیانونو څخه ډډه وکړي.

نوموړې د بي بي سي پښتو سره یوه مرکه کې دا هم ویلي وو چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کې نه بلکې پاکستان کې میشت دي.

بل پلو ته په هیواد کې دننه د خیبر پښتونخوا او وفاقي حکومتونه د ترهګرۍ د مخنیوې دغه ذمه وارې پر یو بل اچوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG