لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لطیف اپریدی خاورو ته وسپارل شو، جنازه کې یې ګڼو سیاسي اؤ ټولنیزو شخصیاتو برخه درلوده


وتلی پښتون ملت پاله سیاسي مشر اؤ قانون پوهه عبد الطیف اپریدی چې پرون د ګل په ورځ د پیښور هایي کورټ ودانۍ کې د بار روم دننه وژل شوی ؤ، نن یې د جنازې مراسم د پیښور حیات اباد باغ ناران کې ترسره شوي دي اؤ خپله پلرنۍ ادیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

دهغه دجنازې مراسمو کې ګڼ شمیر سیاسي مشرانو،ورکرانو، دمدني ټولنې فعالینو ،لیکوالانو اؤ قانون پوهانو برخه اخستې ده اؤ د لطیف لالا خدماتو ته یې پیرزونې وړاندې کړې دي.

په جنازه کې برخه درلودونکي د عوامي نیشنل ګوند عمومي سکتر میا افتخار حسین وایس آف امریکا ډیوه ته ویلي ،لطیف لالا ټول عمر د امن لپاره مبارزه کړې ده.

دهغه وینا وه "کومو خلکو چې د امن خوښۍ مبارزه کړې ده. کومو چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کړې ده. دا هاغه جنازه ده چې نن کیږي"

دمیا افتخار حسین په خبره پښتنو ته به په دې خبره سوچ پکار وي چې چرته داسې خو نه ده چې د ذاتي دښمنو په بنیاد هم دپښتنو خلاف سازش دی. او د ترهګرۍ په اړه هم پښتانه دسازشونو سره مخ دي.

هغه وایي "او دلته دا غټ قوتونه هم زمونږ خلاف سازش کوي. راځئ جې د باچا خان هغه سوچ خپل کړوچې د پښتنو منځ کې څومره دښمنۍ دي هغه ختمې کړو"

سیاسي فعاله میرمن عصمت شاهجهان وایي د لطیف اپریدي ژوند د مسلسل مبارزې نامه وه. هغه همیش د بې وسه پښتون اولس د حق لپاره غږ پورته کړی دی.

"پنځوس کاله هغه په دې مترقي تحریکونو کې ځپل سترکردار لوبولی دی. که هغه د زده کوونو تحریک دی. که د وکیلانو تحریک دی. که د امریت خلاف ودریدل دي. که بزګرانو سره ودریدل دي. که کمیونسټ تحریک دی. که د میرمنو تحریک دی. لطیف لالا هر چا سره د لویې مبارز په حیث ولاړ و"

د لطیف اپریدي جنازه کې هاغه سیاسي فعالین هم شامل وو چې نوموړي سره یې سیاسي مبارزه او زندانونه یو ځایې تیر کړي دي.

په دغه موقع دده د زندان ملګري شمس بونیري ورته د شعر په ژبه پیرزونې وړاندې کړې.
د سالنګ په سر ولاړ لکه بودها دی
د خوارانو غریبانو راهنما دی
قام پرست و،دهمه زلمو لاله ؤ ؟؟؟
د خیبر په سر ولاړ لطیف عیسا وو.

د پاکستان سپريم کورټ بار پخوانی صدر وتلي قانون پوهه او قام پاله سياستوال عبداللطيف اپريدی باندې پرون دګل یا دوشنبې په ورځ [16 جنورۍ] د پېښور هايکورټ په بار روم کې يو تن ډزې کړې او وژلی یې وو.

د پېښور پولیسو ويلی، په لطيف اپريدي باندې عدنان سميع اپريدي نومې تن ډزې کړي او دغه تن پولیسو نيولی او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

عبدالطیف اپریدی چې بنیادي تعلق یې د خیبر ضلعې باړې تحصیل سره و. پسماندهګانو کې درې زامن او دوه لوڼه پریښودې دي. یو زوی او نمسی یې د وکالت پیشې سره تړلي دي.

عبداللطیف اپریدی د اوږدې مودې لپاره د پوځي حکومتونو پر ضد او د عدالتي خپلواکۍ لپاره یو پېژندلی مبارز و.

نوموړی په 1979 کې د هغه وخت پوځي امر جنرل ضیاالحق نیولی و او په 2007م کې د بل پوځي امر جنرل مشرف پر ضد احتجاج کې وهلی ټکولی شوی و.

لطیف اپریدي چې کله په 2021م کې د سپریم کوټ د وکیلانو مشر منتخب شو نو نوموړي د پاکستان په عدالتي سسټم کلکې نیوکې وکړې.

“زه ډېر مایوسه شوی یم. په پاکستان کې د بدو قوتونه لا نور مضبوطېږي او د ښو قوتونه په شا کېږي”.

نوموړی د نېشنل ډیوکرېټک مومنټ مهم مشر و او په سیاست کې یې تل د پوځ د مداخلت او په سیمه کې د مذهبي تندورۍ سخت نقاد و او مخالف یې کوو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG