لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قامي اسمبلۍ سپيکر د تحریک انصاف د مراد سعید، قاسم سوري او نورو 35 پارلیماني غړو استعفاوې ومنلې


واشنګنټن ـــــ د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د عمران خان د ګوند پاکستان تحريک انصاف د 35 غړو استعفاوې منظورې کړې دي او د عوامي مسلم ليګ د مشر شيخ رشيد استعفا یې هم منلې ده.

د سپیکر له پرېکړې وروسته د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د پارلمان د منتخب غړو په توګه د دغو ټولو کسانو د منسوخۍ اعلان کړی دی.

د تحریک انصاف غړو د تېر کال په اپرېل مياشت کې د باور رایې په نتیجه کې له وزیراعظمۍ د عمران خان تر لرې کېدو وروسته له قومي اسمبلۍ په یو ځای استعفاوې ورکړې وې، خو سپيکر هغه وخت یواځې د 11 غړو استعفاوې منلې وې او ويلي يې وو چې پاته کسان به په انفرادي ډول د تصديق دپاره ور غواړي.

د کومو غړو استعفاوې چې سپیکر منظورې کړې دي په هغوی کې د دفاع مخکینی وزير پروېز خټک، فواد چوهدري، شهريار اپريدی، علي امين ګنډاپور، نورالحق قادري، مراد سعيد، عمر ايوب خان، اسد قيصر، راجه خرم شهزاد نواز، علي نواز اعوان او اسد عمر، صداقت علي خان، غلام سرور خان او شیخ راشد شفیق شامل دي.

له دې سره سره د بهرنیو چارو د مخکیني وزیر شاه محمود قريشي، حماد اظهر، ثناء الله مستي خېل، شفقت محمود، ملک عامر ډوګر، فهيم خان، سيف الرحمان، محمد عالمګير او د ښځینه غړو پر ځانګړو څوکیو د زرتاج ګل او کنول شوزب استعفاوې هم منل شوې دي.

د تحريک انصاف ګوند یوه مشر فواد چوهدري د سپيکر له خوا د پي ټي ای د غړو د استعفاګانو د منلو د فيصلې مننه کړې ده، خو وایي که پاته نورې استعفاوې منظورې نه کړي پارلماني مشر به بیا هم د دوی د ګوند وي. چوهدري سپیکر ته پر ټویټر لیکلي:

"چې تر څو دې د 70 نورو غړو استعفاوې نه وي منلې د اپوزیشن او پارليماني پارټۍ د مشر پوسټونه به د تحريک انصاف وي او د پبلک اکاونټ کمېټۍ هم د تحريک انصاف حق دی، هيله ده د سپريم کورټ قاضي به په دې اړه زموږ د ځنډېدلې مقدمې پرېکړه وکړي".

د قامي اسمبلۍ سپيکر په داسې وخت د پي ټي ای د غړو استعفې منظورې کړې دي چې د دې ګوند مشر عمران خان څو ورځې مخکې ویلي وو، چې کېدای شي د پاکستان صدر له وزيراعظم شهباز شريف څخه د باور رايه واخلي.

د پي ټي ای مخالف راجه رياض دا مهال په قومي اسمبلۍ کې د پارليماني پارټۍ مشر دی، عمران خان وېره لري چې که صدر عارف علوي له شهباز شريف څخه د باور رايه وغواړي نو راجا ریاض به د وزيراعظم په حق کې د ووټ ورکولو فيصله وکړي.

راجه ریاض د تحریک انصاف د قومي اسمبلۍ د هغو غړو د ډلې مشري کوي چې د عمران خان له ګوښه کېدو وروسته یې د اسمبلۍ له څوکیو استعفاوې ور نه کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG