لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو پلاوی پر ښځو د طالبانو د بندیزونو ختمېدو لپاره کابل ته تللی دی


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو یو پلاوی افغانستان ته تللی او د نورو افغان سیاستوالو په ګډون یې د طالبانو له چارواکو سره هم لیدنې او خبرې پیل کړې دي چې د ښځو د تعلیم، کار او ولسي ژوند په برخه کې د طالبانو د بندیزونو په اړه نړیوالې اندېښنې ورته وړاندې کړي.

بل لور ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر وایي که څه هم د طالبانو وروستي اقدامات ناهیلي کوونکي دي خو وایي له دوی سره باید اړیکې وساتل شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیاله آمنه محمد- چې د دې ادارې تر ټولو د لوړې رتبې ښځه ده- وړمه شپه د یوه اعلی پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلې او پرون یې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې مېرمن آمنې محمد امیر خان متقي ته ویلي، چې افغانستان ته د سفر مقصد یې "له نیژدې د حالاتو لیدل" او له دې سره سره تعلیم او کار ته د ښځو د لاسرسي په اړه طالبانو ته د نړیوالې ټولنې پیغام رسول دي.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق په نیویارک کې رسنیو ته ویلي، چې مېرمن آمنې محمد په کابل کې د حالاتو د ارزونې، د خواخوږۍ او د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې پر لارو چارو د خبرو لپاره د ملګرو ملتونو له کارکوونکو، مرستندویه ډلو او افغان مېرمنو سره هم لیدلي دي. فرحان حق ویلي:

"په دغو خبرو کې مېرمن آمنې د بشري حقونو د ساتلو پر اړتیا په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار باندې ټینګار وکړ".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي‌ پر ټویټر لیکلي، چې مېرمن آمنې امیر خان متقي ته ویلي، "ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په دې تمرکز لري چې له افغانستان سره خپلې مرستې او تعامل ته دوام ورکړي".

دا چې امیر خان متقي په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار او په پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه څه ویلي که نه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وایي متقي د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې ته وویل، چې نړیواله ټولنه له دوی غوښتنې لري خو د دوی حکومت یې له ډېرو ستونځو سره مخ کړی دی.

امیر خان متقي د ملګروملتونو د پلاوي مشرې ته ویلي، چې پر افغانستان بندیزونه لا هم دوام لري او د دوحې له تړون سره سم د طالبانو پر مشرانو سفري بندیزونه لا نه دي اخیستل شوي:

"کوم هغه اقدامات دي چې نړیوالې ټولنې کړې دي‌ او زه خپلو مشرانو او ولس ته قناعت پرې ورکړل. پر بانکي سیکټر باندې مو بندیزونه دي، تجاران مو له یو عالم ستونځو سره مخ دي حتی د غذایي او سون موادو لپاره پیسې نه شي انتقالولای، همدارنګه د رسمیت پېژندنې موضوع ده، مشران مو له تور فهرسته نه دي وتلي، چې دوی سفرونه ونه کړي او له نړیوالې ټولنې سره مجلسونه ونه لري په اړیکو کې به څنګه ښه والی راشي".

امیر خان متقي د ملګرو ملتونو استازې ته ویلي، چې زیات شمېر ښځې په تعلیمي او روغتيايي برخو کې اوس هم په کارونو بوختې دي او وايي کومو ښځو چې په سرکاري ادارو کې کار کاوه هغوی ته په کورونو کې تنخاوې ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو پلاوي پرون د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي دي او د افغانستان پر حالاتو یې ورسره خبرې کړې دي. د حامد کرزي دفتر د هغه په رسمي ټویټر او فېسبوک پاڼه باندې لیکلي دي:

"په دې کتنه کې د تعلیم پر ارزښت خبرې وشوې او په هېواد کې د نجونو لپاره د تعلیمي ادارو پر بیا پرانیستل او خپلو کارونو ته د ښځو پر راستنېدو ټینګار وشو".

د ملګرو ملتونو پلاوی په داسې وخت کابل ته تللی چې طالبانو د خپل تېر حکومت غوندې د ښځو ازادۍ ډېرې محدودې کړې دي او په سیاست او ولسي ژوند کې د فعالیت په ګډون یې د تېر کال په دسمبر کې په غیرسرکاري ادارو کې د هغوی پر کار او پوهنتونونو ته پر تګ هم بندیز لګولی دی.

د طالبانو دغو اقداماتو په تېرو درو اوونیو کې د افغانانو په ګډون د نړیوالې ټولنې سخت غبرګون را پارولی او د دوی حکومته یې غوښتنه کوي چې که پر ښځو لګېدلي بندیزونه ختم نه کړي حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي او په افغانستان کې بشري ناورین هم لا پسې زیات شي.

خو طالبانو په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز دفاع کړې او دعوه کوي چې د دغو ادارو ښځینه کارکوونکې د دوی له لارښوونو په سرغړونې سره د اسلامي جامو او نور شرعي اصول نه عملي‌ کوي.

دا چې کابل ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر به د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار او نورو حقونو په برخه کې څه ګټه وکړي که نه، خو پر تېر شاوخوا یونیم کال کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې نور پلاوي هم افغانستان ته تللي خو طالبان وایي خپلې حکومتي تګلارې به د نړۍ په خوښه نه بلکې له اسلامي شریعت سره سمې جوړوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د جنورۍ پر 17مه په سویټزرلېنډ کې ویلي، د طالبانو د حکومت وروستي اقدامات "ډېر د ناهیلۍ" وړ دي، خو وایي دوحه به په افغانستان کې د بدلون لپاره د یواځینۍ لارې په توګه له طالبانو سره اړیکو ته دوام ورکړي.

ښاغلي الثاني ویلي دوحه له نورو اسلامي‌ هیوادونو سره سلا مشورې کوي چې په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره د خبرو موقع برابره کړي. وایي که څه هم دا به "ساده کار نه وي" خو دا مهمه ده چې هڅې روانې وساتل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG