لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: د عمران خان غلطو پاليسو د پاکستان ولس د ترهګرۍ د مسلې سره مخ کړی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري تور لګولی چې د تير وزيراعظم عمران خان د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دپاره پاليسي سمه نه وه، خو اوسني حکومت هغه پاليسي پرېښودې ده.

بلاول بټو زرداري الجزيزه سره په مرکه کې ويلي، "د عمران خان د حکومت ټي ټي پي پله پالسي غلطه او د جوړ جاړي وه ځکه د پاکستان ولس د ټي ټي پي د مسلې سره مخ شوی دی".

خو زياته کړې یې ده چې "نوی اتحادي حکومت راغلی هغه پالیسي ختمه کړی شوې او په وروستيو کې د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې سياسي او پوځي مشرتابه پرېکړه کړې چې په ملک کې به هیڅ ډول ترهګري ونه زغمل شي".

عمران خان يا تحریک انصاف ګوند د بلاول بټو زرداري څرګندونو ته سمدستي کوم غبرګون نه دی ویلی خو عمران خان تيره مياشت په يو ټويټ کې په اوسني حکومت نيوکې کړي او دعوه يې کړې وه. چې د دې اوسني حکومت په وخت کې ترهګري 50فيصده سېوا شوې او دا حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

د عمران خان په حکومت کې د ټي ټي پي سره خبرې پېل کړی شوې وې، د يادو خبرو په لړ کې د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان نه کابل ته پلاوي تللي خو د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې او تير کال د نومبر په مياشت کې بيا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي دي.

په پاکستان کې څيړونکي وايي، ټي ټي پي د ډز بندۍ په مهال ځان پياوړی کړی او جدا شوې ډلې بيا را يو ځای شوي دي.

د بلاول نه وړاندې د پاکستان د اقتصادي چارو مرکزي وزیر ایاز صادق هم په مخکني وزیراعظم تور لګولی چې ، "عمران خان هغه تن دی چې ویل به يې د طالبانو سره خبرې وکړئ نن د هغو خبرو په نتيجه کې په خېبرپښتونخوا کې وینې بهيږي".

پخواني سپيکر په عمران خان تور لګولی وو چې هغه "د هغو [تحریک طالبان پاکستان] سره يې خبرې وکړې چا چې د 60000 نه زيات پاکستانيان وژلي دي".

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان نزدې لس وړاندې ويلي وو، که په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره اړيکې خرابې شوې نو په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد هڅو ته به تل پاتې تاوان واوړي.

هغه دغه خبره په اسلام اباد کې [پاکستان کې د ترهګرۍ د نوې څپې] د عنوان لاندې راجوړ سيمينار ته د ويډيو لنک د لارې کړې وه.

په وروستيو کې په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا، د افغانستان سره په پوله پرتو علاقو او بلوچستان صوبه کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي چې د زیاترو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او وزيراعظم بيا په خپله په ټويټر ویلي وو، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهمې دي.

هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته به اسانتياوې ورکوي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG