لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان وزیراعلا وایي مرکز دغه صوبې ته دخپلې برخې اربونه روپۍ نه دي ورکړي


عدالقدوس بزنجو
عدالقدوس بزنجو

دبلوچستان حکومت وایي مرکزي حکومت ورته د بلوچستان د برخې اربونه روپۍ لا هم نه دي ورکړې چې له امله يې په دغه صوبه کې مالي ستونزې نورې سيوا شوې دي.

د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو ويلي که ژر تر ژره ور سره مرسته ونه شي صوبه به د سخت مالي مشکل سره مخ شي-

پخپل ويډيو پېغام کې د بلوچستان وزير اعلا مير عبدالقدوس بزنجو ويلي د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف د امر باوجو د پاکستان مرکزي حکومت او ادارې د هغه امر تر اوسه نه دی عملي کړی او د بلوچستان د برخې اتيا اربه څخه زياته روپۍ يې لا نه دي ادا کړي.

هغه وايي دوی(مرکز) د بلوچستان مالي ستونزه بېخي ستونزه نه بولي-

دبلوچستان د وزیراعلا له لوري په بیان کې ویل شوي چې پر مرکزي حکومت د تېر کال له 15 څخه تر 20 اربو روپو پاتې دي، روان کال 30 اربه روپۍ پاتي دي او د پاکستان پټرولیم لميټډ (پي پي ايل) د بلوچستان 32 اربه روپې تر اوسه نه دي ادا کړې-

وايي که صوبې ته دا پسې ادا نه شوې مالي ستونزې به دومره زياتې شي چې بلوچستان حکومت به د سرکاري ملازمانو/ کارمندانو دتنخاګانو ورکولو توان ونه لري۔

وزير اعلا بزنجو ويلي، بلوچستان د امن و امان له لحاظه حساسه صوبه ده، که پي پي ايل د صوبې واجبات ادا نه کړل نو دبلوچستان حکومت مجبوره دی چې سخته فېصله وکړي-

"وزير اعظم وفاقي ادارو ته حکم کړی و چې بلوچستان ته دې فنډونه ورکړل شي خو ادارې عمل نه ورباندې کوي، بلوچستان يوه حساسه صوبه ده، زموږ ډېر مشکلات دي، زموږ د اېن ايف سي اېوارډ قانوني حق دې راکړل شي، دا اول وار دی چې د بلوچستان پېسې کمې شوې او وځنډول شوې، زموږ حکومت ترقياتي کارونه زيات کړي پکار خو دا وه چې موږ ته تر وخت له مخه فنډونه راکول شوي وای"

د بلوچستان وزير اعلا پر مرکزي حکومت نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د وزير اعظم لخوا چې د سېلاب ځپلو د مالي مرستي کوم اعلان شوی و هغه هم نه دی پوره شوی،

د هغه په خبره د سېلاب نه د اغيزمنو خلکو مسلې په اوسنيو واورو او يخ موسم کې نوري هم زياتې شوې، وايي اغېزمنې کورنۍ د حکومتي مرستې په تمه دي خو ايالتي حکومت ځکه ورسره مرسته نه شي کولای چې مرکز د بلوچستان د برخې پیسې نه دي ادا کړي۔

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف او نورو ځينې مرکزي وزيرانو په دې وروستیو کې د بلوچستان د مالي مشکلاتو د ذکر په کولو سره ويلي چې د مشکل په دې وخت کې به بلوچستان يوازې نه پرېږي خو د بلوچستان حکومت وايي چې تر اوسه کوم عملي ګامونه نه دي پورته شوي-

د اقتصاد پوهانو په خبره که د بلوچستان مالي او اقتصادي ستونزي پر وخت هواري نه شي نو د حکومت تر څنګ به د عامو خلکو مشکلات دوه چنده شي.

دا په داسې حال کې ده چې دبلوچستان نه وړاندې دخیبر پښتونخوا صوبې پخواني وزیراعلا محمود خان هم په مرکز تور لګولو چې دصوبې ورپاتې پیسې یې نه دي‌ ادا کړي چې له دې امله صوبه دمعاشي مشکلاتو سره مخ شوې وه اؤ ترڅو میاشتو یې سرکاري ملازمانو ته په وخت دهغوئ معاشونه نه شو ورکولی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG