لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان وایي په ګرانۍ قابو موندلو لپاره پاکستان دسود کچه نوره هم لوړولی شي


اقتصادي پوهان وایي امکان لري چې د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه کې د یو فيصدي نه تر دوو فيصدي پورې اضافه وکړي او ګراني کنټرول کړي.

د اقتصاد پوهانو په وینا د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف په شرطونو کی یو شرط دا هم دی چې کاروبارونه په قلاره شي او حکومت د بجلۍ او ګیس بیعې زیاتې کړي خو سوداګر وایي وړاندې نه د هغوي کاروبارونه 80 فیصدي په قلاره شوي او هغوی نه شي کولی چې کاروباري لګښتونه پوره کړي.

دکار پوهانو په خبره، که دسود کچه نوره زیاتیږي نو کاروبارونه به ودریږي او دبجلۍ او ګیس په بیعو کې زیاتوالی به ګراني نوره هم سيوا کړي.

سجاول خان په مردان ښار کې کاروبار کوي،هغه وایي کاروبار یې 80 فیصدي په قلاره شوی دی، وایې څلور مزدوران لري او د ګرانۍ له وجې ګاهک نه ورځي چې د دوکان او مزدورانو خرڅونه پوره کړي.

"د ورځې که دوه زره وګټو هغه وخورو ،سبا قیمتونه نور سيوا شي ګاهک مکمل ختم شوی او نه قیمتونه په ځای ودریږي روزانه دا دعا کوم چې ګاهک راشي، مزدوري وشي چې دې مزدورانو له یې ورکړم"

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي بینک سبا د نوې زرعي پالیسۍ اعلان کوي او اقتصادي پوهان وایي امکان لري چې د سود کچه د یو فيصدي نه تر دوه فيصدي زیاته کړل کړل شي.

تیر کال په نومبر کې مرکزي بینک د سود شرحه د یو فيصدي اضافې سره 16 فیصدي ته زیاته کړې وه چې په ګرانۍ کنټرول ترلاسه کړي.

د پاکستان د شمیرنې اداره وایي دا وخت په ملک کې مجموعی ګراني 24.5 فیصدي ده .

اقتصادی پوهان وایي د سود په شرحه کی زیاتوالی د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف شرط هم دی او د خزانې لپاره دمملکت وزیرې عایشه غوث پاشا ویلي چې حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې ټولو شرطونو منلو ته تیار دی.

مطبوعات وایي دایي ایم ایف غوښتنه ده چې پاکستانی روپۍ دې په مارکیټ کې ازاده وي، د بجلۍ او ګیس قیمتونه دې سېوا کړی شي او په ټيکسونو کې دې اضافه وکړل شي چی داشان دبجټ خساره کنټرول کړی شي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي ډیوه ته وایي ایي ایم ایف غواړي چې اقتصاد په قلاره شي او د حکومت خرڅونه راکم شي خو د توانایۍ د بیعو او مالیې په زیاتوالي کې د ګرانۍ نور امکان دی.

"ایې ایم ایف په نوې لیبرل معاشي پالیسۍ ولاړ دی چې ستاسو معیشت تیز دی دا په دمه کړئ او د سود شرحه زیاته کړئ، ایي ایم ایف ته دا تشویش دی چی تاسو یو څیز په 10 روپۍ جوړ کړئ او کم نه کم په لس یې خرڅ کړئ نو هله به نظام چلېږي او که بجلی او ګیس ګران شي نو ګراني خو به زیاتیږی"

د پاکستان د ټيکسونو مرکزي ادارې ایف بي ار ته روان مالي کال جون پورې د 7.47 کهربه روپو راټولولو هدف ورکړی شوی او ایف بي ار دعوی لري چې د روان مالي کال په شپږو میاشتو کې ددې هدف نه 17فیصدي زیات ټیکسونه راغونډ کړی شوي دي دا پیسې ایي ایم ایف سره دټاکل شوي هدف نه کمې دي.

مرکزي حکومت هڅې کوي چې د 100 اربو روپو نور ټيکسونه ولګوي او 100 اربه روپۍ د سیلاب لیوي نه ترلاسه کړي خو په دې اړه په حکومتي کچه لا کومه فیصله نه ده شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG