واشنګټن - د پولېنډ وزیراعظم ويلي دي که څه هم جرمني دوی ته اجازت نه ورکوي چې اوکراین ته د جرمن جوړ ټېنکونه ورکړي، مګر پولېنډ به د دې کار د پاره اېتلاف جوړوي.
اوکراېن د روس د یرغل د مخنیوي د پاره د جدیدو وسلو غوښتنه کوي او ټینګار یې په جرمني لیوپارډ نومي ټېنکونو دی چې جرمني یې تر اوسه ورکولو ته زړه ندی ښه کړی.
متېوېش موره وېسکي خبریالانو ته ويلي دي چې پولېنډ به غواړي د جرمني اجازت ترلاسه کړي خو د جرمني اجازت ثانوي حېثیت لري.
د جرمني خارجه وزیرې اېنالينه بېربوک د فرانس ټي وي چېنل اېل سي آی ته د اتوار/يکشنبې په ورځ وویل چې که چېرې پولېنډ اوکراېن ته د لېوپارډ-2 په نامه د ټېنکونو ورلېږلو اجازت وغواړي، نو دوی به يې په لاره کې نه راځي.
د بېربوک د وېنا نه وړاندې جرمني په دې غلی راتلو چې اوکراېن ته خپل لیوپارډ-۲ ډوله ټېنکونه وروليږي یا یو بل داسې هېواد ته اجازت ورکړي چې هغوی که د جرمني دا ټېنکونه لري، هغه دې اوکراېن ته ورکړي.
اوکراېن د ډېرې مودې راهسې غواړي چې ورته دې د روس د ځواکونو د مخنیوي د پاره جدید ټېنکونه ورکړل شي.
تېره هفته د اوکراېن د دفاع وزیر اولېکسي رازنيکوف د وي او اې اوکراېني سروس ته ويلي وو چې ځواکونه به يې په پولېنډ کې د لیوپارډ-۲ د ټېنکونو تربیه/مشقونه شورو کوي.
د جرمني چانسلر اولف شولټز اوکراېن ته د جنګي ټېنکونو ورکولو په اړه څه نه دي وېلی خو راېټرز خبري اداره د شولټز د خولې ويلي چې د امریکا په شمول د اېتلافیانو سره په مشوره به په دې اړه فېصله کوي.
د فرانس صدر اېمنوېل مېکرون ويلي دي چې اوکراېن ته د لېکرېک په نامه د ټېنکونو ورليږلو امکان نه ردوي خو زیاتوي چې دا به ګوري چې د ټېنکونو ورليږلو سره د فرانس امنیت یا د روس او اوکراېن جنګ نورو سيمو ته د خورېدو خطر خو نه رامخې ته کوي.
د برطانيې خارجه وزیر جېمز کلېورلي د اتوار په ورځ سکای نیوز ته ويلي چې دوی به غواړي چې د لیوپارډ-۲ ټېنکونو غوندې شیان اوکراېن ته ورکړی شي.
د خارجه چارو د پاره د امریکې د اېوان نماېندګان د کمېټۍ نوي مشر او د رېپبلېکن ګوند غړي ماېکل مېک کاول د ای بيسي "دېس ويک" ته ويلي دي چې امریکې ته په کار ده اوکراېن ته د ابراهم په نامه د جنګي ټېنکونو د ورکولو وړانديز وکړي. داسې کولو سره به جرمني ته حوصله مېلاو شي چې خپل ټېنکونه هم اوکراېن ته ورکړي.
د ډېموکرېټک ګوند سنېټر کرېس کونز هم اې بي سي ته ويلی دي چې د ابراهم ټېنکونو په اړه امریکا دې دا وخت خپلې انديښنې یو اړخ ته کړي.