لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان علماو د حکومت او رياستي ادارو پرضد وسله وال عمليات د شریعت او قانون ضد ګرځولي


د پاکستان يادو علماو ویلي، د تش په نوم دليلونو په بنياد د اسلامي جمهوري پاکستان د اسلامي حیثيت نه انکار کول سم نه دی ځکه ملک، حکومت، پوځي او نورو امنیتي ادارې غېرمسلمه ګرځول او پرضد یې وسله واله عمليات کول د شریعت او قانون سرغړونه ده، او دا د اسلامي تعليماتو له مخه د بغاوت سنګین جرم دی.

اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د سيوري لاندې د پېغام پاکستان د میثاق او وحدت په سرخط راجوړه غونډه کې ۵۰ علماو ګډون کړی او اعلاميه یې خپره کړې ده.

په یاده غونډه کې ګډون کوونکی د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز وايي، په دغه غونډه کې د ملک يادو علماو ګډون کړی او ويلي یې دي چې د پاکستان دستور اسلامي دی ځکه د دې ملک خلاف وسله راپورته کول او وسله وال تحریک چلول د اسلام خلاف دي او په اسلام کې د دې ګنجايش نشته.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، علماو په وسله والو غږ کړی چې وسله کېږدي او که څه اصلاح وي نو د پرامنه اييني جدوجهد د لارې دې وکړي.

خو نوموړي وويل په دغه غونډه کې د افغانستان په اړوند کومې خبرې نه دي شوي.

د پاکستان يو یاد عالم مفتي تقي عثماني یادې غونډې ته د وینا يوه ويډیو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې چې پکې نوموړی وايي، هغه ته افسوس دی چې څنګه مفتي نور ولي [د تحریک طالبان پاکستان مشر] وايي چې په دغه اړوند دې د دوی راهنمايي وشي لکه چې له دې نه وړاندې په دې مسله هډو خبرې نه وي شوي.

هغه ويلي دا اجتماع د دې خبرې اعاده کوي چې پاکستان يو اسلامي رياست دی او دستور یې د مسلمان کېدو ګواهي ورکوي ځکه د دې رياست خلاف وسله وال عمليات ښکاره بغاوت، حرام او ناجايزه دي دوی یې کله تاييد نه شي کولی.

د پيښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي د پاکستان د علماو دغه خبره چې پاکستاني طالبانو ته وايي چې وسله وغورځوي او پاکستان کې جهاد رو نه دی نو دا خبره فېل شوې ده او د پاکستان رياست اوس نه غواړي چې پوځي عمليات وکړي ځکه اقتصاد یې ښه نه دی او نه ورسره د امریکا مرستې اوس د پخوا په څېر کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دا اوس د علماو يو کوشش دی خو طالبانو دې ته جواب حوصله افزا نه دی ځکه چې په افغانستان کې ورته مولانا د کوم جهاد ويلي هغه معروضي حالات په پاکستان کې هم دي ځکه دوی دلته جهاد کوي.

د عرفان اشرف په پاکستان کې چې به د افغانستان د جهاد کومې خبرې کېدې د هغې اثرات خو به دلته اوس ښکاري، پاکستان دې بايد خپلې پاليسۍ بدلې کړي چې په افغانستان کې د جهاد په نوم ګټه چا کوله، يوه کلکه پاليسي پکار ده دا د علماو کار نه دی رياست دې پالیسي جوړه کړي او بيا دې پرېږدي بيا نه دی خيال چې دلته ترهګري وشي.

نزدې دوه اوونۍ وړاندې د خېبرپښتونخوا کې 16 علماو فتوه جاري کړې وه چې د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې جهاد يو مهم او بنيادي عبادت دی خو اعلان به يې د اسلامي رياست مشر کوي، هر تن ته د جهاد د اعلان حق حاصل نه دی.

دا تازه اعلاميې او فتوې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د تحریک طالبان وسلوالې ډلې تېر کال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په منځګړتوب د پاکستان له حکومت سره په کابل کې څو ځله خبرې وکړې او له مې د میاشتې راهیسې یې ډزبندي هم اعلان کړې وه، خو د خبرو تر ناکامېدو وروسته یې تېر د نومبر په میاشت کې دغه ډزبندي بیرته ختمه کړه او له هغه راهیسې یې د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې یې په امنیتي ځواکونو او پولیسو د ګڼ شمېر داسې بریدونو ذمه وارۍ منلي چې پکې پوځیان او امنیتي عسکر وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د پاکستان پوځ هم وخت په وخت د وسله والو د وژلو دعوې کوي.

د تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ او بريدونو وروسته د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه ويلي، په ملک کې به بدامنۍ او ترهګري ونه زغمل شي.

د روانې میاشتې په سر کې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او وزيراعظم بيا په خپله په ټويټر ویلي وو، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهمې دي.

هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته به اسانتياوې ورکوي".

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG