لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صنعتکار او کاروباريان وايي پاکستان کې د سود شرح سېوا کېدل به په دوی د قرضونو بوج نور سېوا کړي


د پاکستان مرکزي بېنک چې د سود شرح 17 فيصده ته زیاته کړې ده، په خېبرپښتونخوا کې سوداګر وايي کاروبارونه د وړاندې نه اغېزمن دي کارخانې بندې شوي او د سود شرحې سېوا کېدو سره به په کارخانه دارو د قرضونو بوج نور هم سېوا شي، او بې روزګاري به زياته شي.

مرکزي بېنک [سټېټ بېنک اف پاکستان] ويلي په ملکي کچه په ګرانۍ کې اضافه کيږي او د ګرانۍ قابو کولو دپاره د سود په شرح کې اضافه شوې ده.

تېر کال په نومبر کې مرکزي بېنک د سود شرح 16 فيصده ته رسولې وه او تېره ورځ یې د سود په شرح کې یو فيصد نوره اضافه کړې او 17فيصده ته رسېدلې ده.

په مردان کې د صنعتکارو او کاروباريانو مشر ظاهر شاه وايي، په صوبه کې د وړاندې نه کاروباريان د زياتو خرڅونو او په کاروبارونو کې د مشکلاتو سره مخ دي، د سود د شرحې سېوا کېدو سره به د دوی مشکلات نور هم سېوا شي.

وي اواې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په صوبه کې د ترهګرۍ او قدرتي افتونو له امله کاروبارونه د وړاندې نه اغېزمن دي، د سود د شرحې سېوا کېدو سره به په صنعتي قرضونو کې اضافه وشي.

هغه زياته کړه په منطقه کې په ګاونډي هېواد هند کې د صنعتونو د سود شرح د درېو نه تر څلور فيصدو پورې ده او په پاکستان کې دا فرق ډېر زیات دی چې له امله يې پاکستاني صنعتونه په مارکيټ کې مقابله نه شي کولی.

د پاکستان د مرکزي بېنک ګورنر جمیل احمد ویلي، چې په نړيواله کچه اقتصاد د غېر يقينۍ صورتحال سره مخ دی او د هغې اثرات په پاکستان هم دي.

هغه ويلي، په تيره زري پاليسۍ کې دوی د پرمختيا شرح دوه فيصده اټکل کړې وه خو امکان لري چې دا د دوه فيصدو نه هم راکمه شي.

د مرکزي بېنک لخوا روان مالي کال د ګرانۍ شرح20 فيصده اټکل کړې خو د پاکستان د شمېرنې اداره وايي په ملک کې مجموعي ګراني 24.5 فيصده ده. او د روان مالي کال په شپږو مياشتو کې کرنټ اکاونټ خساره 3.7اربه ډالره ريکارډ کړې ده.

او د مرکزي بېنک په وينا په راتلونکو پينځه و مياشتو کې به کرنټ اکاونټ خساره نهه اربه ډالرو ته ورسي.

اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، اګر چې مرکزي حکومت د سود شرح په دې وجه هم زياته کړې چې دا د نړیوالې مالياتي ادارې شرط دی خو بيا هم د پاکستان چې کوم اقتصادي صورتحال دی د هغې هم دا تقاضا ده چې د سود شرح زياته کړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل کله چې هم په ملک کې ګراني زياته شي نو حکومت د سود شرح زياته کړي چې له امله یې په مارکيټ کې د پېسو مقدار کم شي او د هغې سره ګراني راکمه شي.

خو نوموړی وايي بيا بل لور ته په کاروبارونو باندې منفي اغېزې کيږي چې له وجې یې اقتصادي پرمختيا په قلاره شي او بې روزګاري ورسره سېوا شي.

د پاکستان وزارت خزانه ویلي، روان مالي کال پاکستان ته د 33 اربه ډالرو ضرورت دی چې پکې لس اربه ډالره کرنټ اکاونټ خساره اټکل شوې وه.

خو مرکزي بېنک وايي روان مالي کال به کرنټ اکاونټ خساره نهه اربه ډالره وي.

د مرکزي بېنک ګورنر تېره ورځ ميډيا ته ويلي، چې پاکستان ته د راتلونکو پينځه و میاشتو پورې اته اربه ډالره قرضې واپس کول دي او زياته کړې یې ده او امکان لري په دې کې به د درې اربه ډالرو د قرضو موده وغځول شي.

د نوموړي په خبره دا وخت مرکزي بېنک ته 2.2اربه ډالره کاروباري قرضې واپس کول دي او دا امکانات شتون لري چې درې اربه ډالره قرضې داسې دي چې پاکستان به یې ورکړي خو بيرته به ورته ترلاسه شي. او پاکستان ته په پينځه و مياشتو کې يواځې درې اربه ډالره قرضونه واپس ورکول دي.

خو هغه ويلي د بده مرغه د ايي اېم اېف او ورلډ بېنک د پروګرام د وروستو کېدو د وجې د پاکستان د زرمبادله ذخیره کمه شوې چې له امله یې د پاکستان اقتصاد د فشار سره مخ شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG