لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له مذاکراتو وړاندې ایي ایم ایف پاکستان نه د بجټ اؤ نورو لګښتونو په اړه اضافي معلومات غوښتي


په داسې حال کې چې پاکستان دیوالیه کیدو څخه بچ کیدو لپاره د 10 اربو ډالرو بهرنيو پورونو ته اړتیا لري، نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف له اسلام اباد څخه دنهمې جایزې په اړه د خبرو اترو له پیل څخه دمخه د بجټ او نورو برخو په اړه د اضافي معلوماتو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د وفاقي حکومت له اړخه د ایي ایم ایف دشرطونو منلو عمل د ځنډ ښکار دی اؤ د څیړونکو وینا ده چې وفاقي حکومت که څه هم وېره لري چې نړیوالې مالیاتي ادارې سره په سختو شرطونو لوظنامه دوی ته سیاسي زیان رسولی شې خو که چرې دغه پروګرام ترسره شي، نو د هېواد په اقتصاد کې ثبات راتلی شي.

د وزیراعظم شهباز شریف په مشرې کې د وفاقې کابینې غونډه شوې چې پکې د هیواد پر سیاسې او اقتصادې چارو خبرې شوي خو د نړیوال مالیاتې فنډ په اړه څه پریکړې مخې ته نه دي راغلي.

دمطبوعاتي رپورټونو له مخې ایي ایم ایف غواړې چې پاکستان د نهمې جایزې ترلاسه کولو د پاره باید د دوې څه نور شرطونه ترسره کړې چې پکې د بجلۍ سبسډي ختمول او د ګیس په نرخونو کې زیاتوالی هم شامل دی.

د اقتصاد پوهانو وینا ده چې په اوسنې وخت کې د ايي ایم ایف پروګرام او د دې د منظورۍ د پاره ګامونه ډیر ضروري دي.

اقتصاد پوهه اؤ د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي،د ایي ایم ایف پروګرام باید ونه ځنډول شې خو حکومت په سیاسې توګه کمزوری دی اؤ دا ګڼي که چرې دغه پروګرام وکړي نو سیاسې قیمت به ورکول وي.

هغه وایي حکومت د ویرې له امله ددې پروګرام عملي کولو نه ډډه کوي او دا به د پاکستان د اقتصاد د پاره په داسې حال کې ډیر زیاتمن وي چې په هیواد کې ډالر نشته.

نوموړی زیاتوې بهرنیو هیوادونو څخه پاکستانیان هیواد ته پیسې نه رالیږې او د وارداتو په پرتله صادرات هم ډیر لږ دي او د دغه ټولو حالاتو ښه والی د نړیوال مالیاتي فنډ د منظورۍ سره تړلی دی.

د پاکستان دسټیټ بینک له لوري اعلان کړل شوې دتازه مانیټري پالیسۍ یا دڅارنې دتګلارې له مخې اقتصادي بې باورۍ ختمولو او نړیوالې مالیاتي ادارې څخه قرضې ترلاسه کولو د پاره د اېي ایم ایف د نهمې جایزې بیاکتنه ترسره کول زیات ارزښت لري.

د پیښور پوهنتون د اقتصادې چارو پرفیسر ذلاکت خان وي او اې ډیوه ته واېې،د پاکستان په اوسنې اقتصادې حالاتو پاکستاني اؤ بهرني سرمایه کارن دلته سرمایه کارۍ کولو ته تیار نه ښکاري.

دهغه په وینا د نړیوالو هیوادونو له اړخه د پاکستان اقتصادي مرستو او سرمایه کارۍ د پاره د ایي ایم ایف پروګرام ډیر ضروری دی اؤ حکومت ته به د اقتصاد د بحالۍ د پاره دغه شرطونه منل وي.

د پاکستان سټیټ بینک په مانیټري پالیسۍ کې اعتراف کړی و چې د مالي کال 2023په لومړۍ نیمایي کې د کرنټ اکاونټ په خساره کې د کمي سربیره د بهرني سکتور لپاره دنږدې مودې چیلینجونه شتون لري او د 8 څخه تر 10 اربو ډالرو پورې د تازه پورونو اړتیاوې د نړیوال مالیاتي فنډ ایي ایم ایف د لوطنامې ترسره کیدو پرته نه شي پوره کیدای.

تیره ورځ د مطبوعاتو سره خبرو کې د اسټیټ بینګ ګورنر جمیل احمد ویلي وؤ د ایي ایم ایف سره دپاکستان تیکنکې خبرې روانې دې او باقاعده خبرې به ژر پیل شي.

هغه دا هم ویلي وؤ چې پاکستان روان مالي کال 2023-22 د پاره 33 اربو ډالرو ته اړتیا لره چې پکې 23 اربه ډالره د پور د اداییګۍ او 10 اربه ډالر دکرنټ اکاونټ خسارې په مد کې پکار دي.

په دغه23 اربو ډالرو کې 6 اربه ډالر رول وور یا بیرته ترتیب شوي او 9 اربه ډالر واپس ورکړی شوې دي، پاتې اته اربو ډالرو کې پاکستان ته به 2.8 اربه ډالره ادا کول وي او نور به رول اوور یا بیرته ترتیب شي.

د کال2022 په اګست کې، د اېې ایم ایف د بیل آوټ پروګرام اوومه او اتمه بیاکتنه منظوره شوې وه چې ترمخه یې پاکستان 1.1 ارب ډالر ترلاسه کړل، د دې پروګرام تړون په کال 2019 کې د تحریک انصاف د حکومت په مهال لاسلیک شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG