لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف د 43 نورو غړو د استعفاګانو منظورېدو سره قامي اسمبلۍ کې ددغه ګوند استازیتوب ختم شو


د قامي اسمبلى داسپيکر له خوا دتحريک انصاف ګوند د نورو 43 غړو د استعفاګانو له منظورولو وروسته اسمبلى کۍ دپخواني وزیراعظم عمران خان دګوند دغړو استازيتوب ختم شوى دى.

څيړونکي که څه هم د اسپيکر پرېکړه د ملکي دستور سره سمه بولي خو وايي دى سره به تحريک انصاف راتلونکو انتخاباتو نه وړاندې مرکز کې د موقعتي حکومت لپاره د مشاورت د حق نه محرومه شي چې له امله ېې د عامو انتخاباتو عمل د اوس نه لانجمن شوى دى.

تير کال داپريل مياشت کې دتحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ 135 غړو وروسته له هغې په احتجاجي ډول دقامي اسمبلۍ دغړیتوب نه په ګډه استعفاګانې ورکړې وې چې مخالفو ډلو دهغه وخت وزیراعظم عمران خان دبې باورۍ دتحریک له لارې دخپلې څوکۍ نه لرې کړی ؤ.

د اسپيکر راجه پروير اشرف له خوا د نورو 43 غړو داستعغاګانو منظورولو سره د یاد ګوند د122 غړو د استعفاګانو منظوریدو عمل په باظابطه توګه سرته رسېدلی دی.

تحريک انصاف د تيرو دوو ورځو نه دريځ خپل کړى و چې دوي بيا اسمبلۍ کې کيناستل غواړي اؤ یاد ګوند د اسپيکر او انتخابي کميشن نه غوښتنه کوله چې د دوي دپاتى غړو استعفاګانې باید ونه منل شي خو اسپيکر او انتخابي کمپشن دغه غوښتنه باندې څه غبرګون نه ؤ ښودلی.

د قبايلي ضلعې اورکزئ نه د تحريک انصاف په ټکټ منتخب شوى جواد حسين هم دغو43 غړو کې شامل دى چې اسپيکر ېې نن استعفا منظوره کړې ده،هغه وي ي او اى ډيوه ته دوي د يو خپلواکه ګوند سره تړاو لري او ولس منتخب کړي دي ځکه دوي هغه وخت حق لرلو چې اسمبلۍ نه استعفا ورکړي او اوس هم دا حق لري چې خپلې استعفاګانې بيرته واخلي.

نوموړي وويل دوي به د اسپىيکر د پريکړې په ضد عدالت ته خواست کوي.

وړاندې دقامي اسمبلۍ اسپيکر راجه پرويز اشرف خپله دفاع کې ويلي وو که د تحريک انصاف د غړو استعفا ګانې قبلوي او که نه دوي(پي‌ ټي ایي) یې يو حالت کې هم نه بخښي.

دا وخت قامي اسمبلۍ کې دتحريک انصاف په ټکټ ذمنتخب راجه رياض په مشرۍ د ګوند نه مرور غړي دحکومت مخالفه ډلې کردار لوبوي.

څيړونکى امتياز عالم که څه هم د اسپيکر پريکړه دملکي دستور لاندې سمه بولي خو وايي دې سره تحريک انصاف د راتلونکو انتخاباتو نه وړاندې مرکز کې دموقتي حکومت د جوړښت په عمل کې د مشاورت د حق نه محرومه شوى دى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وويل د مخالفه ډلو مشر راجه رياض په سلا جوړيدونکی موقتي حکومت به تحريک انصاف نه زغمي چې له امله یې د اوسه انتخابي عمل لانجمن شوى دى .

دا په داسې حال کې ده چې له وړاندې څخه د تحريک انصاف مشر پخواني وزير اعظم عمران خان د انتخابي کميشن له لوري دپنجاب د وزیراعلا په توګه د محسن نقوي ټاکنه رد کړې ده اؤ ویلي یې دي ګوند به یې ددې پرضد احتجاج کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG