لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو سيکرټري جنرل وايي باوري دی اوکراين ته به جنګي ټېنکونه ورکړل شي


واشنګټن - د نېټو پوځي اتحاد سيکرټري جنرل جېنز سټولټن برګ ويلي باور لري چې زر تر زره به اوکرين د جنګي ټينکونو د ورکولو لاره راوځي.

د جرمني د دفاع د وزير بوريس پېسټوريس سره د ګډ پرېس کانفرنس په موقع سټولټن برګ وويل دا ډېر ښه ملاقات وو او د نيټو او اوکرين په کلکه ملګرتيا د جرمني مننه کوي.

هغه وويل په دې مهم وخت کې نېټو ته د اوکراين مرستې روانې ساتل پکار دي او چې د اوکراين څه ته حاجت وي هغه بايد ورکړل شي. سټولټن برګ زياته کړه:

“زه د خپل ننني بحث هر کلی کوم. مونږ د جنګي ټينکونو خبره اوکړه. د اتحاديانو تر منځ به سلا مشورې روانې وي او باور لرم چې زر به د دې څه حل راوباسو”.

په دې موقع د جرمني د دفاع وزير بورېس پېسټوريس وويل اوکرين ته په غټو جنګي ټينکونو لېږلو د ملګرو تر منځ بې اتفاقي نه شته او زياته يې کړه که کومه مثبته پرېکړه وشوه نو برلن به چټک ګامونه واخلي.

هغه وويل چې نيټو دې هيڅ کله هم د اوکرين په جنګ کې فريق جوړ نه شي.

د رايټرز د خبر تر مخه د جرمني د خارجه چارو وزارت يو لوړ پوړي چارواکي ويلي د برلن چانسلري به اخري پرېکړه کوي چې جرمني ليپرډ ټينکونه اوکرين ته ولېږي که نه او نورو هېوادونو ته اجازت ورکړي چې داسې وکړي.

د پولېنډ د دفاع وزير مارييز بلازک ويلي هېواد يې د جرمني نه په رسمي توګه غوښتنه کړې چې ليپرډ ټينکونه دې بيا اوکرين ته ورکړي.

د رايټرز په يو بل خبر کې ويل شوي چې په اوکرين کې د روس د جنګېدونکې ډلې ويګنر مرسينري کمانډر اينډري ميډويډيف ناروې ته تښتېدلی او هغلته پوليسو نيولی چې په دې حقله ترې پوښتنې وشي چې ده په اوکراين کې څنګه وخت تېر کړی دی.

ميډويډيف د روس او ناروې په پوله ناروې ته تښتېدلی او ويلي يې دي چې هغه خپل ژوند ته خطره ليدله او زياته کړې يې ده روسي قيديان ووژل شول او ډېر ناروا سلوک ورسره وشو کوم چې يې اوکراين ته د ويګنر ډلې پلوۍ له راوستلي وو.

د ناروې خاص پوليس کرېس پوس د تښتېدلي روسي کمانډر نه تحقيقات شروع کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG