لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د پېسو بدلوونکې اتحادیې ډالر د پرانستي مارکيټ په حساب د اخستو خرڅولو اعلان کړی


په پاکستان کې د پېسو بدلوونکې اتحادیه وايي، وړاندې چې اتحادیې په ملک کې د اقتصادي غېر یقيني صورتحال ختمولو دپاره د ډالر قيمت په ځای ودرولی وو اوس یې هغه پرېکړه بيرته واخسته او اعلان یې وکړو چې دوی به هم د پرانستي مارکیټ په بيعه ډالر اخلي او خرڅوي.

خو اقتصاد پوهان وايي که څه هم د دغې پرېکړې سره به درېم غېر قانونه مارکيټ ختم شي خو دا د نړيوالې مالياتي ادارې شرط هم وو چې ډالر دې په مصنوعي توګه ونه درول شي پرانستی دې پرېښودل شي.

د اتحادیې مرستیال مشر ظفر پراچه وي او اې ډيوه ته وویل، چې دوی د ملکي اقتصاد او مارکیټ د ښه والي دپاره د ډالر قيمت په يو ځای ټاکلی يا فکس کړی وو خو په دغه مهال په مارکیټ کې يو غېر قانونه درېم مارکیټ جوړ شوی وو دوی د هغې درېم مارکیټ ختمولو دپاره ډالر د خلاص مارکیټ بیعې ته راوستو.

هغه زیاته کړه د اتحادیې نه به په ټاکلې ارزانه بيعه ډالر اخستل کېدو او په درېم غېر قانونه مارکیټ کې به په ګرانه بيعه خرڅول کېدو چې له امله یې په مارکيټ کې د ډالر کمی هم جوړ شوی وو.

د نوموړي وينا چې د نن څخه به دوی ډالر د ۱۵۵ روپو نه ۱۵۷ روپو پورې اخستل خرڅول کوي چې د پاکستان اقتصادي مشکل راکم کړي او د انټر بېنک مارکيټ د قيمت سره د دوی هیڅ کار نشته چې په څو خرڅول او اخستل کوي.

اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، د پېسو اتحادیې چې د ډالر کم قيمت مقرر کړی وو نو په هغه قيمت به نه ترلاسه کېدو بيا خلک مجبوره وو چې غېرقانونه مارکيټ ته لاړ شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل اتحادیې ډالر په ځای ودرول غوښته خو ډالر بيا درېم مارکیټ ته لاړو او ډالر د ۲۶۰ نه تر ۲۶۵ روپو پورې خرڅېدو.

هغه زياته کړه اوس چې ډالر خلاص شي نو ګټه یې دا ده چې بلېک يا درېم مارکیټ به ختم شي او ډالر به د روپۍ په مقابله کې ګرانيږي خو په مارکيټ کې به مېلاويږي.

هغه دا هم وویل چې دا د نړيوالې مالياتې ادارې [ايي اېم اېف] د پاکستان سره د پور په پروګرام کې یو شرط وو نو هغه هم پوره کړی شو چې په مارکيټ کې به ډالر خلاص وي.

د پېسو بدلوونکې اتحاديې د ډالر ټاکل يا فکس رېټ په داسې حال کې ختم کړی چې مرکزي بېنک په پاکستان کې د اته بدلوونکو کمپنيو لايسنسونه معطل کړي يا اجازت نامې ودرولي دي.

سټېټ بېنک وايي چې دوی د پېسو د بدلولو قوانينو خلاف ورزي کړې ده.

د پاکستان په حکومت تور لګي چې په انتظامي ډول یې د ډالر قيمت په مصنوعي توګه قابو ساتلی دی او د هغې له امله په غېر قانونه مارکيټ کې د ډالر بيعه د ۱۶۰ روپو نه هم زياته ده.

اقتصاد پوهان وايي د اتحادیې د اوسنۍ فېصلې سره به تجارت کوونکو ته ډالر په اسانه ترلاسه شي.

د مرکزي بېنک ترمخه دا وخت د بېنک زر مبادله ذخيره څلور اربه ډالرو ته راکوزه شوې چې له امله یې پاکستان ته په راتلونکي خام مال، توانايۍ او خوراکي توکیو په درامد هم بدې اغېزې شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG