لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس او پاکستان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په عملي ښکېلتیا ټينګار کړی


روس او پاکستان په دوه اړخيزه خبرو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په عملي توګه ښکېلتيا ټینګار کړی خو ويلي یې دي چې واکمنه طالبان به تر هغې په رسمیت ونه پېژندل شي چې څو پورې یې د ښځو د حقونو او ټولشموله حکومت په اړوند نړيواله اندېښنې نه وي لرې کړي.

د افغانستان دپاره د روس صدارتي استازي ضمير کابلوف د پلاوي سره د اسلام اباد سفر کړی او پاکستاني چارواکو سره یې هغه خبرې شريکې کړي چې د روانې میاشتې په سر کې یې په کابل کې د طالبانو سره کړې وې.

د پاکستاني چارواکو سرچينې وي او اې ته ویلي، کابلوف ويلي روس د طالبانو سره خبرې دوامداره ساتي خو دا وخت د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت د پېژندنې په خبره غور نه کوي.

سرچینې د روس د استازي له قوله ويلي، چې هغه طالبانو ته مشوره ورکړې چې د ټولشموله حکومت او ښځو د حقونو په لړ کې نرمۍ پله لاړ شي، ګنې په بل صورت کې د نړۍ څخه ملاتړ نه شي ترلاسه کولی.

د روس د استازي سره د ليدو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په ټويټر ویلي چې د دواړو خواو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره په عملي اړيکو ټینګار کړی دی.

د سرچینې ترمخه پاکستان هم ويلي چې پاکستان هم د نړیوالې ټولنې بغېر د طالبانو په رسمیت د پېژندنې غور نه کوي.

خو د لیدنې په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په رسمي بیان کې د طالبانو په رسمیت د پېژندنې په اړوند څه نه دي ویل شوي.

په بيان کې ويل شوي حنا رباني کهر د نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان بشري مرستې جاري وساتي.

طالبان چې د کال 2021 د اګست په مياشت کې په افغانستان واکمن شوي تراوسه پورې واکمني په نړۍ کې يو ملک هم په رسميت نه ده پېژندلې.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو بندېزونه لګولي او د جينکو سکولونه او پوهنتونونه یې تړلي، په غېر دولتي ادارو کې یې د ښځو په کار بندیزونه هم لګولي دي.

نړیواله ټولنه د واکمنو طالبانو نه په ښځو او جينکو د بنديزونو لرې کولو سره د بشري حقونو په ځای کولو غوښتنه کوي.

[خبر د وي او اې په مننه]

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG