لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غلام علي: ټي ټي پي سره مذاکراتو ته دوام ورکولو یا نه ورکولو فیصله به مرکزي حکومت کوي


د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر حاجي غلام علي وایي په دې کې شک نشته چې په صوبه کې د امنیت وضعه ښه نه ده خو وایي د صوبې نوی نګران حکومت به په صوبه کې د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

دجمعې په ورځ پېښور پریس کلب کې رسنیو سره د خبرو په مهال د وي او ای ډيوه ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا د صوبې نوی نګران حکومت به دپاکستاني طالبانو سره دمذاکراتو لړۍ ته دوام ورکوي که نه ؟ګورنر وویل،دا د مرکزي حکومت مسولیت دی چې هغوئ دامن لپاره کومه لاره غوره ګڼي په هغې به تګ کوي.

په پاکستان کې د عمران خان تېر حکومت دافغان طالبانو په منځګړتوب افغانستان کې دپټو پاکستاني طالب وسله والو سره دمذاکراتو لړۍ پیل کړې وه خو په دويمه جنورۍ د قامي سلامتيا دکمیټۍ له غونډې وروسته د پاکستان موجوده وزير اعظم شهباز شريف په ټوېټر ليکلي وو "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي.

ګورنر حاجي غلام علي دتحریک انصاف دتېر صوبایي حکومت دا تورونه رد کړل چې ګنې مرکزي حکومت صوبې ته خپلې پیسې نه ورکوي اؤ دهغې له امله صوبه دمعاشي بدحالۍ سره مخ ده.

هغه وویل که چرې په تېرو درې نیمو کالو کې دخیبر پښتونخوا تېر حکومت دمرکز نه دصوبې په پیسو اخستو کې ناکام پاتې شوی نو دا هم ددې حکومت نااهلي وه .

حاجي غلام علي زیاته کړه چې دصوبې نګران وزیراعلی واضحه کړې ده چې مرکز سره به دصوبې دحقونو اؤ ورپاتې پیسو په اړه خبرې کوي اؤ وئ ویل مرکزي حکومت هم په کراتو ویلي دي چې نه یوازې دضم شوؤ قبایلي سیمو بلکې دنورې صوبې پنګې یې هم صوبې ته ورکړې دي اؤ تر دې وروسته به یې هم ورکوي.

خو دګورنر ددې دعوې برعکس خیبر پښتونخوا کې دتحریک انصاف دتېر حکومت وزیر اعلا محمود خان اؤ دخزانې وزیر تیمور سلیم جګړه پرله پسې په مرکز تورونه لګوي وؤ چې دصوبې اؤ قبایلي ضلعو کومې پیسې ورپاتې دي هغه صوبې له نه ورکوي چې له امله یې صوبې سره دپیسو کمښت پیدا شوی دی .

دمرکزي حکومت ایتلافي اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ مرکز چې دقبایلي ضلعو کومې پنګې صوبې له ورکړې دي دتحریک انصاف حکومت هغه پنګې دصوبې په نورو برخو کې لګولي دي.

په دې وروستیو کې مرکزي حکومت قبایلي سیمو کې دپنګو جوړولو لپاره یوه ځانګړې کمیټه هم جوړه کړې ده چې تحریک انصاف ګوند دغه کمیټه غیراییني بللې ده اؤ ددې پرضد یې پېښور هایکورټ ته عریضه کړې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG