لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې د وسله والو پرضد د امنیتي ځواکونو درانه هوایي اؤ زمکني علمیات روان دي


د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه لکي مروت کې نن په دریمه ورځ هم د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ او پولیسو شریک عملیات دوام لري.

د پاکستان پوځ او پولیس په رسمي توګه ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې یو امنیتي چارواکي وي او ای ډیوه ته تاید کړه چې لکی مروت ښار سره نزدې د کرم سیند په غاړه احسان پور سیمه کې د وسله والو دموجودیت په اطلاع ځنګل په ګیره کې اخستی.

هغه وویل د عملیاتو پرمهال د جنګي چورلکو څخه یې د مشکوکو وسله والو په پټنځایونو ډزې کړي او په درنو وسلو یې هم ویشتلي دي.

هغه ویل دوی د وسله والو کره استخبارتي مالومات تر لاسه کړي چې په دغه ځنګلونو کې پټې ځالې لري او له دې ځایه لکي مروت او نورو سیمو کې د بریدونو منصوبې جوړوي .

هغه زیاته کړه چې دعملیاتو پرمهال وسله والو سره نښتې شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ترلاسه کړي.

تیر ورځ تحریک طالبان پاکستان دې عملیاتو کې د پاکستان د پوځ د دوو افسرانو په ګډون دشپږو عسکرو د وژل کېدو دعوی کړې وه خو دا دعوه تر دې مهاله نه ده تصدیق شوې.

د لکي مروت پولیسو دمشر ضیاالدین ددفتر چارواکو ډیوه ته وویل د صدر او ډډیوالې تاڼو تر مینځ دکرم سیند په غاړه نن په دریمه ورځ عملیات دوام لري چې تر مخه یې په ضلعه کې موبایل سروس تړل شوی او انټرنیټي اسانتیاوې ځنډول شوې دي.

د دوی په وینا په عملیاتو کې د پاکستان پوځ ته هوایي او زمکنۍ مرسته ترلاسه ده، ټوله علاقه په ګیره کې اخستل شوې او جګړه روانه ده .

احسان پور سیمه ښار سره نیزدې د کرمې سیند په غاړه جنوب کې موقعیت لري چې پکې څو واړه کلي شتون لري، او زیاتره سیمه یې په ځنګلونو مشتمله ده .

د پنجاب میانوالي او د خیبر پختونخوا کرک ضلعو سره په پوله دغه سیمه کې په دې وروستیو میاشتو کې په پولیسو باندې د ترهګرو بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

په نومبر کې هم د کرم سیند په غاړه په وانډ شهاب خيل سيمه کې د ترهګرو په بريد کې شپږ پوليس عسکر وژل شوي وو، په همدې مياشت کې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر وژل شوی او د يوه افسر په ګډون دوه عسکر ټپيان شوي وو.

په وانډه پشان سيمه کې له بريد يوه ورځ وروسته پوځ د کوبرا هيلي کاپټرو څخه د وانډا پشان په ځنګلونو کې د مشکوکو وسله والو پر پټنځایونو عملیات کړي وو.

ځايي خلک وایي چې د عملیاتو پرمهال د درنو چاودنو غږونه اورېدل کیږي.

دوئ زیاتوي د عملیاتو له وجې په ضلعې کې کاروبار او نورو برخو کې عام ژوند متاثره شوی دی او خلک یې د سختې ویرې سره مخ کړي دي.

ځینې امنیتي سرچینې وایي عملیاتو ته بنو نه نور عسکر بوتلل شوي دي اؤ بل لوري ته د لکي مروت ضلعې حکومتي چارواکو لویه غونډه روانه ده چې پکې ددې عملیاتو جاج اخستل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG