لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:دمسافرو بس له پله لویدلی او اور پرې لګیدلی،40 کسان پکې مړه شوي


دبلوچستان په لسبیله سیمه کې دمسافرو یو بس له پله لویدلی چې دچارواکو په وینا 40مسافر پکې مړه شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

د لسبېلې د مرستیال کمیشنر مراد کاسی په خبره ټپیان او مړ‎ي یې د لسبېلې روغتون ته وړ‎ي دي۔

د روغتون چارواکي وایي په وینا دوہ ټپیان یې له لومړ‎ۍ درملنې وروستو کراچۍ ته د نور علاج لپارہ لېږ‎لي دي۔

د چارواکو په وینا دمسافرو بس د لسبېلې په چونکي سټاپ سیمه کې تر پله لویدلی چې وروسته یې اور اخستی او مړه شوي ټول مسافر په زيات په اور سوځېدلي دي-

په دې پېښه کې په مړ‎و کې زنانه او ماشومان هم شامل دي. د لسبېلې ویلفئیر ټرسټ مشر محمد رمضان جاموټ وي او ای ډیوه ته ویلي” دپېښې د ژغورنې عملیات تر سره شوي، په دې پېښه کې څلوبښت تنه مړه شوي او څلور ټپیان شوي، دغه بس له کوټې څخه کراچۍ ته روان "

د چارواکو په وینا د اور لګېدلو له امله زیاترہ مسافر سوځیدلي او دپېژندګلو جوګه نه دي پاتې شوي.

چارواکي وایي پېښه کې دمړو شوؤ زیاتره کسانو دپېژندګلو لپاره به د هغوی د وينې او بدن ځينې برخې تر لاسه کړي او ډي این اې ټیسټ به يې کوي ۔

د لسبېلې مرستیال کمشنر مراد کاسي ډیوه سره خبرو کې دپېښې علت تیز رفتاري ښودلې ده.

د بلو چستان وزیر اعلا میر عبدالقدوس پر پېښه خفګان ښولی او د پېښې رپورټ یې طلب کړ‎ی دی۔

بزنحو د قلات کمشنر ته امر کړی چې د پېښي په اړه دي جدي پلټنې وکړي او په 24 ساعته کې دې د پېښي رپورټ ورته وړاندي کړي۔

په سرکاري خبر کې ليکل شوي چې وزیر اعلی غوښتي چې د ټرانسپورټ محکمه، د قلات کمشنر، او سيمه یيز د ټرانسپورټ واکمن دې دداسي مرګونې پېښو د مخ نیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي او د تېز چلونکو او ټرافیکي قانون ماتونکو ډرایورانو خلاف دې سخت ګامونه واخستل شي۔

دټریفکي پېښو پر وخت دمرستندويه ادارې " مېډیکل ایمرجنسي ریپانس سینټر یا ایم اي آر سي 1122 رپورټ دی چې په بلوچستان کې د جنوري 2023 په وروستۍ اوونۍ کې په 153 ټرافيکي پېښو کې 203 تنه ټپیان شوي خو د مرګونو شمېر یې نه دی ښودل شوی۔

روپورټ وايي له اکتوبر 2019 څخه تر جنورۍ 2022 پورې 18140 بېلا بېلو ترافيکي پېښو کې 441 تنه مړه شوي دي۔

د ایم اي آر سي 1122 رپورټ ښايي تېر کال په 2022 کې په بلوجستان صوبه کې 8880 بېلا بېلې ټرافيکي پېښې شوې چې پکې د ماشومانو او زنانه و په ګډون 265 تنه مړه شوي او 23805 تنه ټپيان شوي وو۔

رپورټ وایي د داسې پېښو ستر لاملونه، واړه يا نري سړکونه، د غبرګو يا ډبل سړکونو نېشت والی، په شته قانون عمل نه کول، د مسافر وړونکو موټرانو تکنيکي حالت نه کتل، پر لويو لارو د ټريفک پوليس کمی، او د موټر چلونکو غفلت یا لاپرواهي او زيات سپېډ دی

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG