لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دتېلو بیعې نورې وخېژول شوې،یو لیټر پټرول 250 روپو ته ورسېدل


دپاکستان مرکزي حکومت د پټرولو او ډیزلو بیعې نورې زیاتې کړي او د یو لیټر پټرولو بیعه کې د35 روپو اضافې وروسته ددې بیعه 250 روپو ته لوړه شوې ده او د ډیزلو دیو لیټر بیعه 263 روپو ته رسېدلې ده.

خیبر پښتونخوا کی دپټرولو د کمښت له وجې ټرانسپوټران او مسافر سختو ستونزو سره مخ لیدل کیږي،د پټرولو اکثره پمپونه تړل شوي دي او په ځېنو پمپونو د ګاډو لویې لویې قطارونه ولاړ لیدل کیږي.

اقتصادی پوهان وایې د ایي ایم ایف د شرطونو او بجټ خسارې راکمولو دپاره حکومت دپټرولو نرخونه سیوا کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د تیلو د نرخونو کې له زیاتوالي وروسته پټرول نه ترلاسه کیږي او د صوبې په بیلابیلو ښارونو کې لیدل کیږي چې د پټرولو ترلاسه کولو دپاره ګاډي په قطارونو کې پمپونو ته ولاړ دي.

23 کلن ابراهیم د رکشې ډرایور دی،هغه ډیوه ته وایي پټرول ورته ډیر په مشکله ترلاسه شول.

وایي په کرايه رکشه چلوي خو د ګرانو تیلو له وجې یې دکور اؤ ژوند ضرورتونه نه پوره کیږي.

"دا رکشه زه په دهنده چلوم، مالک له 500روپۍ ورځ ورکوم کله چې پټرول ارزان وو زما به د 2000 پټرول لګیدل او دا خرڅ به اوس 3000 روپو ورځ ته زیات شي "

دنوموړي په وینا "چی ټوله ورځ کار وکړم نو په مشکله راته 600 روپۍ بچ کیږي او په دې کی زه د کور خرڅونه څنګه پوره کړم یوه تروړه اوړه په2600 روپۍ دي او خوراکي تیل د 500 روپۍ لیټر نه هم زیات دي"

د پاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار نن دپټرولو او ډیزلو په یو لیټر کې د 35 روپو او د خاورو تیلو او لایټ ډیزلو یو لیټر کې د 18 روپو داضافې اعلان کړی دی.

د خزانې وزارت د وینا تر مخه دې اضافی سره د یو لیټر پټرولو بيعه 250 روپو او د ډیزلو بیعه 263 روپو ته لوړه شوې ده .

په خیبر پښتونخوا کې دپټرولو د رامنځته شوي کمي له امله د لرې پرتو سیمو مسافر هم سختو ستونزو سره مخ دي

75 کلن پیر محمد خان وایې د هنګو نه پېښور ته راغلی ناروغان دي ورسره خو پټرول نشته د سهار نه په انتظار دی چې پټرول به ترلاسه کړي خو وایي ونه توانیدو چې پټرول ترلاسه کړي.

دخزانې وزارت وینا ده چې په مارکیټ کې دپټرولو مصنوعي کمی پیدا کړل شوی او د اوګرا په سپارښتنه د پټرولیم مصنوعاتو بیعې لوړې کړل شوې دي.

دخزانې وزیر اسحاق ډار ویلي په تیرو څلورو میاشتو کی د پټرولو او ډیزلو په بیعو کې اضافه نه وه شوې.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي د تیرو دوو ورځو راهسې د روپۍ په مقابله کې د ډالره بيعه 266 روپو ته رسیدلې او د هغې اثر د توانایۍ په بیعو هم پریوتی.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د ایي ایم ایف د شرطونو پوره کولو او مالیاتي خسارې د کمي پوره کولو دپاره حکومت دا ګام اخستي دی.

"د پاکستان مالي خساره 2500 اربه روپۍ ته ورسیده د دسمبر د ټيکسونو هدف کې 250 اربه روپۍ خساره ده او ایي ایم ایف د پور د نهمې جایزی منلو ته تیار نه و نو حکومت روپۍ په مارکیټ کی ازاده کړه او ډالر 266 روپو ته زیات شو او د هغې اثر د توانایۍ په بیعو هم شوی او پاکستان مجبوره شو چې سخت ګامونه واخلي"

د پاکستان دخزانې وزارت وایي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو او ډالرو په بيعه کې د اضافې له وجې یو لیټر تیلو 20 روپی بوج سيوا شوی او 9 روپۍ لیټر مارکیټنک کمپنیو ته هم ګټه ورکړی شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG