لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: د نېشنل اېکشن پلان پوره نه عملي کېدو له امله پاکستان د اېف اې ټي اېف خړ نوملړ ته تللی وو


د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي، پاکستان ته دا وخت تر ټولو غټ چېلنج د ترهګرۍ دی، او په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د پېښې وروسته چې کوم نېشنل اېکشن پلان جوړ شوی وو هغه پوره نه وو عملي شوی ځکه پاکستان بيا د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د انتقال د څار نړيوالې ادارې [فاينانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف اې ټي اېف] په خړ نوملړ کې اچول شوی وو.

اسحاق ډار د اتوار/يکشنبې په ورځ [29 جنورۍ] د عوامي نېشنل ګوند لخوا په اسلام اباد کې د "باچا خان، ولي خان او 21م پېړۍ" د سرخط لاندې راجوړ سيمينار ته په وېنا کې دغه خبرې کړې دي.

اسحاق ډار ويلي، د پېښور د ارمي پبلک سکول پېښه د هېرېدو نه ده، بايد دغه ډول پېښې په نظر کې وساتل شي.

هغه زياته کړې نن بيا په ملک کې ترهګري سر راپورته کوي او په ځانګړي ډول د ملک په شمالي برخو کې د دې په جنګي بنيادونو مخنيوی پکار دی.

د ډار په وېنا، د ارمي پبلک سکول د پېښې وروسته چې هغه د خزانې وزير وو 100 اربه روپۍ ترې د ترهګرۍ د مخنيوي د مبارزې دپاره غوښتل شوې وې او هغه ويلي وو چې څو سوه اربه روپۍ ورکولی شي او څلور کاله بيا دغه لړۍ چلول شوې وه.

خو نوموړي وويل چې په کال 2015 کې پاکستان د اېف اې ټي اېف د خړ نوملړ څخه لرې کړل شوی، په نېشنل اېکشن پلان د پوره عمل نه کېدو له امله په 2018 کې بيرته خړ لسټ ته لاړو.

پاکستان تېر کال د 2022 د اکتوبر په میاشت کې د اېف اې ټي اېف د خړ نوملړ څخه ويستل شوی وو.

په پاکستان کې نيشنل اېکشن پلان په کال 2014 کې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د تحریک طالبان پاکستان د خونړي بريد وروسته جوړ کړی شوی او د 20 نکاتي نيشنل اېکشن پلان هدف د هر ډول ترهګرۍ ضد کلکه مبارزه ياده کړل شوې وه چې د تندوره سوچ د ودې مخنيوي به کولی شي، د ترهګرو مالي مرستې به ودرولی شي او د تندروۍ او ترهګرۍ پرضد به کوټلې بيانيه وړاندې کولی شي.

د تیرو څو مياشتو راهسې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ناامنۍ پېښې بيا سېوا شوي دي.

د څيړونکو په وېنا پاکستان له به د ترهګرۍ پرضد څرګنده او کوټلې تګلاره مخې ته راوړل وي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د تېر جون په میاشت کې ويلي وو په ملک کې د ترهګرۍ ضد جوړه قامي تګلاره [نېشنل اېکشن پلان] به په صوبو کې بيا بحالولی شي چې په تيرو څلورو کلونو کې موجود نه وو او په صوبو کې د ياد پلان د پامه غورځولو له امله ترهګري سېوا شوې ده.

او په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او نوموړي بيا په ټويټر ویلي وو، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.

هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG