واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي په اسلام اباد کې د افغانو مېرمنو په ګډون د پاکستان د پوځ له مشر او نورو چارواکو لیدلي او د ترهګرۍ په ګډون یې د افغانستان پر حالاتو او پر بهرنیو مرستو او د ښځو د کار او تعلیم په اړه د طالبانو د پرېکړو پر ناوړه اغېزو خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ په داسې وخت د اسلام اباد سفر کړی چې د پېښور په پولیس لاین کې خونړۍ ځانمرګې حملې تر 100 زیات کسان و وژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
ټامس ویسټ د نهې- سه شنبې په ورځ په پاکستان کې د خپل دوه ورځني سفر په پای کې د پېښور چاودنه غندلې او دا یې "د ترهګرۍ یوه بې حسه او بوږنوونکې حمله" بللې ده.
د امریکې ځانګړي استازي پر ټویټر لیکلي چې د خپل سفر په مهال یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرل عاصم منیر، د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اسد مجید خان او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
ښاغلی ویسټ وایي له دوی سره یې "د ترهګرۍ او امنیتي حالاتو، د نړیوال اتحاد پر اړتیا، مهمو مرستو او تعلیم ته د میلینونو افغانانو پر لاسرسي د طالبانو د فرمانونو د خطرناکو اغېزو په اړه بحث وشو".
له پاکستان وروسته به د امریکې دغه استازی جرمني او سویټزرلېنډ ته هم ځي او هلته به د امریکې له متحدینو، افغانانو او د نړیوالو مرسته کوونکو ادارو له استازو سره هم په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو په اړه خبرې کوي.
ټامس ویسټ وایي په اسلام اباد کې یې له افغان مېرمنو سره هم لیدلي، چې ده "زړورې" بللې دي او وایي د هغوی مهمې غوښتنې او د سترګو لیدلی حال یې واورېد. ویسټ پر ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې هغه کورنۍ له ستونځو سره مخ دي چې مشري یې ښځې کوي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د هغوی اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي:
"هغه ښځې او نجونې چې په کورونو کې بندې دي او په ازادۍ سره ګرزېدو او تعلیم ته نه پرېښوول کېږي له سخت ذهني او نفسیاتي فشار سره مخ دي".
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر ټویټر لیکلي، چې له خپل امریکايي سیال سره یې په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه ژورې خبرې کړې دي. صادق خان لیکلي:
"ما د افغانستان له لنډمهالي حکومت سره د اړیکو د دوام او د دې هېواد له خلکو سره پر انساني بنیاد د مرستو لپاره د پاکستان پر ملاتړ ټینګار وکړ".
د افغانستان لپاره د یورپي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسن هم پاکستان ته تللی او د دې هېواد له چارواکو سره یې لیدلي دي. صادق خان پر ټویټر لیکلي چې له ښاغلي نیکلسن سره یې "د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په اړه هم خبرې کړې دي".
بل لور ته د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي طالبان چې په افغانستان کې واکمن شول دوی ویلي وو چې ټولشموله حکومت به جوړوي خو تر اوسه یې جوړ نه کړ.
سرګي لاوروف د جنورۍ پر 30مه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بټو سره په ماسکو کې ګډې خبرې غونډې ته ویلي وو، نړیواله ټولنه تمه لري چې طالبان له خپلې ژمنې سره سم یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، خو وایي که طالبان ټولګډ حکومت جوړ هم نه کړي، دوی ته د هر اړخیزو خبرو د پراختیا پر وړاندې کوم خنډ نه جوړېږي.
د روس د تاس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې سرګي لاوروف ویلي، د ټولشموله حکومت جوړول به له طالبانو سره مرسته وکړي چې له نورو مسایلو سره سره یې حکومت هم په نړیواله توګه په رسمیت وپېژندل شي.
د امریکا په شمول نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره دا شرط بللی چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه خوندي کړي، هغوی تعلیم ته لاسرسی ولري او یو داسې حکومت جوړ کړي چې ټول افغان لوري پکې برخه ولري، خو طالبان وایي دا د افغانستان کورني مسایل دي.