لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پوځ او پارلمان په غونډو کې د پېښور برید ته د جواب ویلو عزم څرګند شوی دی


اسلام اباد ـــــ د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير د پېښور په جومات ځانمرګى بريد یو "غیراخلاقي او بزدلانه عمل" بللی او وایي د ترهګرۍ په وړاندې د ملت د نه زغملو تګلاره نه شي کمزورې کولای.

نوموړي د نهې- سه شنبې په ورځ وويل په دې پېښه کې ککړو مجرمانو ته به مثالي سزاګانې ورکوي.

د پوځ سرلښکر دا څرګندونې د پيښور په پوليس مرکز کې د ځانمرګي بريد نه يوه ورځ وروسته په پوځي مرکز راوالپینډۍ کې د کور کمانډرانو د غونډې د مشرۍ په وخت وکړې.

دا بريد په يوه لسيزه کې تر ټولو خونړی وو چې د افغانستان پولې ته څېرمه په ناکراره ښار کې وشو او د امنیتي ادارو په وړاندې د تشدد د زياتوالي په ترڅ کې تر سره شو، چې ذمه واري یې د تحريک طالبان پاکستان مومند ډلې منلې ده.

بل لور ته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې سياسي مشرانو د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره په ټول هيواد کې د عملياتو کولو او د دې لپاره په قامي کچه د يووالي غوښتنه کړې ده.

د دفاع وزير خواجه اصف ايوان ته په وینا کې د ترهګرۍ په وړاندې د ضرب عضب په څېر عملياتو غوښتنه وکړه خو ورسره یې د دې لپاره په قامي يووالي باندې ټينګار هم وکړ. خواجه آصف وویل:

"عالمي طاقتونو سره د کار کولو زمونږ هيله ډېره پخوانۍ ده خو نن پاکستان د ترهګرۍ پرضد جګړه کي يواځې دی".

خواجه اصف وويل، د تحريک طالبان پاکستان سره د امن خبرې پيلولو باندې پارلمان په باور کې نه وو اخیستل شوی او وایي په دې موده کې د زرګونو په شمېر کې خلک د افغانستان نه پاکستان ته راوستل شول او دلته اباد کړی شول چې بیا وروسته د سوات او وزيرستان خلکو احتجاجونه وکړل.

نوموړى زياته کړه د ترهګرۍ په ضد جګړې نه وړاندې مونږ ته به خپل کور هم سمول وي.

څېړونکي وایي د سېول او پوځي قيادت سره د ترهګرو په ضد د عملياتو کولو لپاره اوسني وخت کې نه خو ولسي او نه خارجي ملاتړ ليدل کيږي او دا هر څه به حکومت ته اوس پخپل سر کول وي.

وایي سېول او پوځي قيادت له زياتېدونکو بريدونو نه په فشار کې دی او داسې امکان شته چې دوى ځينو فيصلو ته مجبوره کړي. وي او اې ډيوه سره خبرو کې څېړونکي طاهر خان وویل:

"په حکومت، پوځ او پوليسو فشار دی چې دغه رنګ بريدونه روان وي نو بيا خو به خلک پوښتنې کوي او زه ګڼم چې د دې فشار له وجې ممکن ده دوی څه ګامونه واخلي".

طاهر خان وایي پخوا چې کوم عمليات شوي وو په هغو کې ترهګر او د هغوی د پناه ځایونه معلوم وو، خو اوس د دوى پر ضد عمليات کول به ډېر ګران ځکه وي چې وایي دا خلک اوس ښکاره نه دي.

د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثناءالله ايوان ته وويل چې وزيراعظم، د پوځ مشر او د استخبازاتي ادارې مشر به پارلمان ته په هيواد کې د ترهګرۍ د تازه پېښو په اړه احوال تېروي او د هغه په رڼا کې به راتلونکي تګلاره جوړېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG