لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب پوليس: په پوليس تاڼه د ترهګرو بريد په شا تمبول شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو ويلي، په میانوالي ضلع کې ترهګرو په تاڼه برید کړی خو دغه برید ناکامه کړی شوی او د پولیسو د ځوابي ډزو له امله ترهګر تښتېدلي دي.

پوليسو ويلي په برید کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تحریک طالبان پاکستان د میانوالي په پوليس سټېشن د برید زمه واري منلې ده.

له دې يوه ورځ وړاندې [د ګل/دوشنبې په ورځ 30] د پېښور په پوليس لاين کې دننه په جومات کې يو ځانمرګی برید شوی 100 تنه پکې وژل شوي او د 200 نه زيات ژوبل شوي وو.

د پنجاب پوليسو تيره شپه په 11 بجې ويلي، ترهګرو د ميانوالي په مکړوال پولیس تاڼه برید کړی خو په ځوابي ډزو کې په شا تمبول شوي او حمله ناکامه کړی شوې ده.

پوليسو په بريد کې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ويلي.

ويل شوي د پنجاب پوليس مشر ډاکټر عثمان انور د مکړوال پوليس تاڼې د مشر سره په ټيليفون خبرې کړي، ستاينه یې کړې چې په زړورتيا یې د ترهګرو مقابله کړې ده.

پوليس مشر ویلي، ترهګر دې منطقي انجام ته ورسول شي.

د پنجاب میانوالي ضلع د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان، لکي مروت او کرک سره په پوله پرته ضلع ده.

په لکي مروت کې د تيرو څو ورځو راهسې د وسله والو تندلارو پرضد عمليات روان دي.

په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د پېښور په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته چې وزيراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر جنرل عاصم منیر پېښور ته ورغلي، وزيراعظم ويلي، په نمونځ کولو بريد کول ناوړه عمل دی، په دغه ډول ناوړه بريدونو به ترهګر قومي حوصله ماته نه کړي، او په دغه بريد کې ککړ عناصر به منطقي انجام ته ورسوي.

د پاکستان د دولتي خبري ادارې اې پي پي ترمخه وزيراعظم ويلي وو، د ترهګرۍ د مخنيوي د ادارو قوت به سېوا کولی شي او نېشنل اېکشن پلان به په پوره قوت سره عمل يقيني جوړول کيږي.

پرون د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه هم شوې او پوځ ويلي دي، د پېښور بريد د ترهګرۍ په وړاندې د ملت د نه زغملو تګ لاره نشى کمزورې کولی.

پوځ ويلي، د پېښور په پېښه کې ککړو مجرمانو ته به مثالي سزاګانې ورکوي.

د پوځ مشر کمانډرانو ته لارښوونه کړې چې د استخباراتي او قانون نافذوونکو ادارو سره په ګډه د ترهګرۍ ضد عملياتو باندې تر وخت توجه ساتي څو پورې چې تل پاتې امن نه وي په ځای کړی شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG