لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پروفیسر ارمان لوڼي څلورم تلين لمانځل شوی،کورنۍ یې وايي لا هم ورسره انصاف نه دی شوی


په مبینه توګه د پولیسو په تشدد د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي فعال پروفيسر محمد ابراهيم ارمان لوڼي د څلورم تلين په مناسبت د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې لمانځغونډې جوړې شوې دي، د ارواښاد لوڼي کورنۍ اؤ ټولنیز فعالان وایي د ارمان لوڼي سره تر اوسه انصاف نه دی شوی.

د لوڼي د تلین په اړه په قلعه سيف الله ښار کې د پښتو مترقي ليکوال تنظيم له لوري د راجوړې شوې غونډې تابيا کوونکي او د ارمان لوڼي سياسي او ادبي ملګري محب الله شيراز ډيوه ته وويل ، د دې غونډې مقصد د ارمان فکر ژوندی او تاند ساتل دي۔

" ارمان د پښتانه پر وطن د روانې نا امنۍ د مخ نيوي او د پښتنو افغانانو د يو والي ارمان درلود او په هم دې لاره کې يې عملي کار کاوه او هغه په خپل مرګ هم ثابته کړه او پر وطن يې خپله ککرۍ ورکړه"

د2019م د فرورۍ پر دويمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټۍ غړي پروفېسر ارمان لوڼي د مرګ پېښه د بلوچستان په پښتني سيمه لورالايي کې رامنځ ته شوې وه-

محب الله شيراز وايي چې په هغه ورځ دوی د ارمان لوڼي په مشرۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر نظارت لاندې احتجاج کړی و او له احتجاج ختمېدو وروسته پوليسو ارمان لوڼۍ د ګرفتارۍ پر وخت د ټوپکو په کنداغونو وواهه او هغه بې هوشه شو چې بيا يې د روغتون په لار کې ساه ورکړه-

هغه وخت پښتون ژغورنې غورځنګ او د ارمان کورنۍ تور پورې کړی و چې دا يو منظمه قتل دی او پوليس يې پکې تورن کړی و خو د بلوچستان د هغه وخت حکومتي چارواکو او پوليس دا تورونه رد کړي وؤ او ويلي یې وؤ چې د ارمان په پوسټ مارټم رپورټ کې د تشدد ثبوت په لاس نه دی ورغلی-

د هغه وخت وزير اعلا جام کمال ويلي وو چې د ارمان لوڼي کورنۍ ته به ضرور انصاف ورکول کېږي-

د ارمان لوڼي خور او د هغه سياسي ځایناستې وړانګه لوڼۍ وايي د مشر ورور ، ملګري او د کور د يو مشر په حېث د ارمان تشه هره ورځ ور محسوسېده خو په خبره يې چې دی که نشته فکر او لاره يې ورسره ده او دوی هم پر هغه لار روان دي،

" ارمان د قول او فعل سړی و، هغه د پښتنو او افغانانو د يووالي او خپل اختيار ارمان درلود،هغه په دې مبارزه کې د نر او ښځې دواړو په ګډه سره د برخې اخيستلو عملي کار کولو، او پر هم دې لاره يې سر وشيندلو، د هغه هم دغه فکر اوس ډېر خور شوی، د نن قلعه سيف الله غونډه يې ښه مثال دی چې په دې غونډه کې په ګڼ شمېر ښځينه له نارينه و سره په لومړي قطار کې ناستې دي"

وړانګه لوڼۍ وايي چې کله په 2022 کې د ارمان د وژنې په پېښه کې تورن پوليس چارواکو ته د عدالت له لوري دنيولو له مخه ضمانت ورکول شو نو له هغې وروسته د دوی کورنۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ دا باور نور هم پوخ شو چې انصاف نه ورته ورکول کېږي ځکه يې په اسلام اباد کې د پي ټي ايم له مشر منظور پښتون سره په ګډه خبري کانفرنس وکړ او وي ويل:

" له رياست څخه د انصاف راکولو نوره تمه نه لرو او موږ دا قضيه د پښتون اولس عدالت ته پرېږدو"

د ارمان لوڼي د وژنې د کېس اورونه د لورالايي په ضلعي عدالت سيشن کوﺭټ لوﺭالايي کې روانه ده-

د اﺭمان لوڼي د کېس وکيل ظريف خان وي او اې ډيوه ته وويل، "د ارمان د وژنې د پېښې "درې چشم ديد ګواهانو" خپل بيانونونه په عدالت کې ورکړي دي او د ځينو نورو بيانونه پاته دي:

"کومو دﺭو چې بيانونه وﺭکړي هغوی و عدالت ته وويل چی دوی په خپله وليده چې د ايس ايس په په ګډون د پوليس سرتېرو ارمان په د ټوپکو په کونداغونه وډباوه"-

د وکيل په وينا د ارمان لوڼي په وژنه تورن د هغه وخت د لورالايي د پوليسو ايس پي عطاولرحمان ته عدالت بېل بېفور اريست ورکړی خو دوی و عدالت ته درخواست ورکړی چې د هغه ضمانت ځکه نشي کېدای چې تر اوسه د چشم ديد يا عيني ګواهانو پوره بيانونه ندي ثبت شوي،
" زموږ د درخواست اورونه پر 6م فروري وه خو د عدالتونو چهټيانې يوه اونۍ نورې وغځېدې ځکه دا پېشې وځنډېدله بل تاريخ به بيا راکوي، او بيا به ګورو چې عدالت هغه ضمانت ورکوي او که کېنسل کوي يه"-

محب الله شيراز هم ددې پېښې عیني ګواه دی او په دې اړه يې په عدالت کې خپل بيان هم ثبت کړی دی.

هغه وايي که څه هم له عدالت څخه د انصاف تمه نه لري خو وايي د پاکستان د ايین او قانون مطابق بيا هم دوی د عدالت لاره نه پرېږدي او ددې کېس اورونه يې جاري ساتلې او د انصاف غوښتنه به کوي-

د محب الله شيراز په خبره پروفيسر ارمان که څه هم په يوه سرکاري تعليمي اداره کې پروفيسر و خو هغه بيا هم د قام لپاره عملي سياست کاوه او ديوالي درس به يې و ټولو ته ورکاوه۔

د ارمان د تلين په اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري په کوټه مرکزي دفتر او نورو ښارونو کې ياد غونډې جوړې شوي او هلته سياسي مشرانو او فعالانو د ارمان پر سياست ژوند او کردار ويناوې کړي او هغه ته يې د عقيدت پیرزوینې وړاندې کړي دي۔

د ارمان لوڼي قبر د د قلعه سيف الله په تلري هديره کې دی، نن هم هلته په ګڼ شمېر سياسي او مدني فعالان، او شاعران په ګڼ شمېر ورغلي او عقیدت یې ورته وړاندې کړی

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG