لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه: د طالبانو پر بندیزونو باوجود زموږ مرسته کوونکې ادارې افغانستان نه پرېږدي


واشنګټن ـــــ ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې په غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو له بندیزونو سره سره به په بشري برخه کې د دوی مرسته کوونکې ادارې افغانستان نه پرېږدي.

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مشر مرستیال مارټین ګریفټیس د شورو- چارشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د حالت په هکله غونډې ته وویل، "بشري ټولنه کار نه بندوي".

مارټین ګریفیټیس تېره اوونۍ په کابل کې د ګڼ شمیر غیرسرکاري ادارو د پلاوي په مشرۍ د طالبانو له چارواکو سره لیدلي وو او له هغوی یې غوښتي وو چې دغه بندیزونه بیرته واخلي.

ښاغلي ګریفیټس وروسته رسنیو ته ویلي وو چې طالبانو د روغتیا او تعلیم په برخه کې د ښځو د کار کولو لپاره سمدستي د ځینو استثناوو وړاندیز ورته کړی وو، وایي مرسته کوونکې ادارې به یې په دې برخه کې کار ته دوام ورکړي.

طالبانو د تېر 2022م کال د دسمبر پر 24 مه په غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او له همدې سره یو شمیر نړیوالو مرسته کوونکو ادارو په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول.

طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو پر تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې پر کار کولو بندیزونه د لنډې مودې بللي او ویلي یې دي چې د دې ستونځې په حل کولو یې کار روان دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د روان حالت په اړه په یوه بیړنۍ غونډه کې د طالبانو له لوري په سکولونو او پوهنتونونو کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه د اسلامي قانون خلاف ګڼلي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره 4.6 اربه ډالر غوښتي دي. د مارټین ګریفیټس په وینا دغه پیسې به له 28 میلینه افغانانو سره د مرستې لپاره ولګولي شي، وایي په دغو کې شپږ میلینه کسان لوږې ته نیژدې شوي دي.

تېر کال ملګرو ملتونو په افغانستان کې له خلکو سره د مرستو لپاره 4.4 اربه ډالر غوښتي وو چې بسپنه ورکوونکو هېوادونو په دې کې تقریباً 60 فیصده برخه د کال تر پایه ورته برابره کړه.

سږ کال چې ملګري ملتونه پر ښځو د طالبانو د پرله پسې بندیزونو له کبله هم افغانستان نه پرېږدي بیا هم څرګنده نه ده چې دا ځل به مرسته کوونکي هیوادونه تر کومه حده د ملګرو ملتونو په غوښتنه ټاکلې مرستې برابرې کړي.

امریکې، یورپي هیوادونو او نورو بسپنه ورکوونکو چې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او بندیزونه یې پرې لګولي دي، دا خبرداری یې هم ورکړی چې د ښځو ضد تګلارې به یې د حکومت لپاره تاوان ولري.

امریکې په تېرو 18 میاشتو کې تقریباً دوه اربه ډالر بشري ادارو او ملګرو ملتونو ته ورکړي چې په افغانستان کې پرې خلکو ته بشري مرستې برابرې کړي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکې څارونکې اداره «سیګار» وایي، د ښځو خلاف د طالبانو ګامونه د پالیسي جوړوونکو لپاره مهمه پوښتنه ده چې آیا له افغانستان سره د امریکا داسې مرسته امکان لري که نه چې ګټه یې طالبانو ته ونه ورسیږي.

سیګار د پنجشنبې- زیارت په ورځ پخپل رپوټ کې ویلي چې طالبان د امریکې د مرستې له دغو پیسو څخه د محصول په بڼه ټیکس، د لایسنس فیس او انتظامي خرڅو یوه برخه تر لاسه کوي.

جرمني هم- چې یو بل ستر بشري مرسته کوونکی هېواد دی- اندیښنه ښکاره کړې چې آیا افغانستان ته مرستې بې له دې لېږل کېدای شي چې د بشري اصولو سرغړونه پکې ونه شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اینډریا ساس د شورو- چارشنبې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو پر کار له بندیزونو خبر دي:

"دا بندیزونه د بشري مرستو له بنیادي اصولو سرغړونه ده، د مرستو د بېلوالي لپاره باید د بشري مرستو اصول پر ځای شي".

سویډن چې په 2022م کال کې له افغانستان سره تقریباً 32 میلینه ډالره بشري مرستې کړې وه ویلي دي، کېدای شي سږ کال هم دغومره پیسې ورکړي خو وایي دا پرېکړه به په مارچ کې کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG