واشنګټن ـــــ د هند په شمال ختیځ آسام ریاست کې پولیسو له کم عمره نجونو سره د ودونو کولو یا د دوی د ودونو د ترتیبولو خلاف ګامونه اخیستي او په دې تور یې تر دوه زره زیات نارینه نیولي دي. پاکستان او هند هغه هېوادونه دي چې د کم عمرۍ ودونه پکې زیات دي.
د آسام د پولیسو مشر ګیانندره پرتاب سینګ وایي، په تېرو دوو ورځو کې یې د ریاست په بېلابېلو ضلعو کې د کم عمرۍ د ودونو په تور د 4,074 کسانو خلاف مقدمې درج کړې دي:
"موږ د فرورۍ له درېیمې په بېلابېلو سیمو کې د درج کړو مقدمو پر بنسټ اقدام پیل کړی او د جمعې د ماسپښین تر درو بجو پورې مو له مختلفو ضلعو 2,044 کسان نیولي دي".
د آسام ریاست وزیراعلی همانتا بسوا سرما رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د دغو کسانو د نیولو لړۍ یې د پنجشبې- زیارت په شپه پیل کړې او وایي دا لړۍ به روانه وي او کېدای شي نور کسان هم په دې تور ونیسي.
بسوا سرما وایي په دغو نیول شویو کې 52 داسې مذهبي پادریان او قاضیان هم شامل دي چې په مندرونو او جوماتونو کې یې د داسې ودونو په رجسټر کولو کې مرسته کړې وه:
"په کم عمرۍ کې د ماشومو نجونو د مېندوارۍ بنيادي وجه د کم عمر ودونه دي، چې له کبله یې د میندو او تازه زېږېدليو ماشومانو د مړینې کچه زیاتېږي".
د رویټرز د رپوټ له مخې په هندوستان کې تر اتلس کلنۍ په کم عمر واده غیرقانوني دی خو وایي په ښکاره له دې قانونه سرغړونه کېږي.
بسوا سرما وایي په هغو کسانو کې چې "د دې ناوړه ټولنیز جرم" په تور نیول شوي شوي دي، د ټولو مذهبونو او ټولنو خلک شامل دي:
"له مسلمانانو تر هندوانو، عیسویانو، قبایلي خلکو او د هغو ټولنو پورې خلک پکې شته چې د چایو په باغونو کې کار کوي."
د ملګرو ملتونو له اټکل سره سم په هند کې تر ټولې نړۍ زیاتې داسې کم عمره ناوې دي چې لا بلوغ ته نه دي رسېدلي او شمېر یې تقریباً 223 میلینه یعنې 22 کروړه 30 لکه ښوولی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف په 2020م کال کې پخپل یو رپوټ کې ویلي وو، چې په هند کې هر کال تقریباً 1.5 میلینه یعنې 15 لکه کم عمره نجونه ودېږي.
په پاکستان کې شاوخوا ۱۹ میلیونه ناوې لري. د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداره اټکل کوي چې شاوخوا 4.6 ملیونه د 15 کلنۍ څخه مخکې واده شوي او 18.9 ملیونه مخکې له دې چې دوی 18 کلن شي.
د یونیسف د رپوټ له مخې پاکستان هم شاوخوا 19 میلینه کم عمره ناوې لري او اټکل کوي چې په دوی کې شاوخوا 4.6 میلینه 15 کلنۍ تر رسېدو مخکې او 18.9 میلینه 18 کلنۍ ته تر رسېدو مخکې واده شوې دي.