لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا: پاکستان ته د طالبانو له خطرې د خپلې دفاع حق حاصل دی


امریکا ویلي، د پاکستان خپلواکۍ ته درناوی لري او د ترهګرۍ ضد پرېکړې ته یې درناوی پکار دی. دغه خبره د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت رابطه کار جان کربي وي او اې سره په يوه مرکه کې کړې ده.

جان کربي ویلي، په دې کې شک نشته چې پاکستان ته د طالبانو نه خطره ده او په وروستيو کې د طالبانو لخوا په پاکستان کې دننه د تشدد پېښې سېوا شوي دي.

د وي اواې افغان څانګې سره په مرکه کې د جان کربي نه پوښتنه شوې چې که پاکستان په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو پرضد کوم عملیات کوي نو ايا امریکا به د دغه حملې ملاتړ کوي؟.

په ځواب کې نوموړي ویلي، "په دې خبره کې خو شک نشته چې د پاکستان ولس د ترهګرۍ او په ځانکړي ډول د پاکستاني طالبانو نه په خطره کې دی. دا افسوسناکه خبره ده او په وروستیو کې په پاکستان کې ترهګري وليدل شوه وينې توې شوې. د پاکستان حکومت او ولس د دې خطرې خلاف د خپلې دفاع حق لري".

هغه زياته کړې "د پاکستان او افغانستان ترمنځ علاقه د دغه رنګ ډلو دپاره اوس هم خوندي ځای دی، مونږ د اسلام اباد سره په تماس کې یو چې مونږ څه کولی شو او څه ممکن کېدی شي خو زما مطلب دا دی چې مونږ به د پاکستان خپلواکۍ ته درناوی غواړو او د ترهګرو پرضد د پاکستان ته فېصلې هم".

په 30 جنورۍ په پېښور کې د ځانمرګي بريد وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله د افغانستان د نوم اخستو پرته ویلي وو، چې "زمونږ په يو ګاونډي دوست هيواد کې د طالبانو [تحریک طالبان پاکستان] خوندي ځالې موجودې دي هغوی هلته پلانونه جوړوي او راځي دلته [په پاکستان کې] کارروايانې کوي". او اوس به مونږ له "د پولې پورې غاړې د افغانستان د حکومت سره خبره کول وي چې خپله خاوره زمونږ پرضد ونه کاروي".

په پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې دننه په جومات کې د ځانمرګي بريد وروسته چې پکې د 100 نه زیات کسان وژل شوي د پاکستان د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو تور لګولی وو، چې د دغه بريد لپاره وسله والو پاکستاني طالبانو د افغانستان خاوره کارولې وه.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دغه توردر کړی وو چې ګواکې د پېښور په چاودنه کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده او ويلي يې وو پاکستان دې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي او کورنۍ پلټنې دې یې وکړي.

او بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د موقتي حکومت نه تمه لري چې د ترهګرۍ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان "مخلصانه همکاري وکړي او کابل په دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي".

د تېرې مياشتې په سر کې د پاکستان د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله د پاکستان د يو شخصي ټي وي چېنل اېکسپرېس نيوز سره په خبرو کې ويلي وو چې که چري افغان طالبانو په افغانستان کې طيشت د تحريک طالبان پاکستان خلاف ګامونه وانه خستل نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نخښه کړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي.

خو نوموړی بيا د خپلې خبرې نه په شا شوی او ويلي يې وو ده کله هم دا نه دي ويلي چې په افغانستان کې دننه به هغه اهداف په نخښه کړي د کومو نه چې پاکستان ته خطره پېښه ده.

د رانا ثنالله په بيان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکو ويناګانو نه ډډه وکړي ګنې طالبان د افغانستان په دفاع د هر چا نه ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG