لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سخت غبرګون وروسته منیر اکرم په ښځو بنديزونو ته د پښتون کلتور ويلو په خبره بخښنه غوښتې


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منير اکرم په هغه څرګندونو بخښنه غوښتې چې ویلي یې وو په افغان مېرمنو لګول شوي بنديزونه د مذهب سره تړاو نه لري بلکې دا د پښتنو د کلتور برخه ده، د منير اکرم دغه څرګندونو ته سخت غبرګون ويل شوی او غوښتنه ترې شوې وه چې په خپله خبره بخښنه وغواړي.

منیر اکرم په ټويټر ویلي، "په ملګرو ملتونو کې چې د افغانستان په اړه د بشري خواخوږۍ په غونډه کې چې د هغه په څرګندونو کوم تکليف رسېدلی هغه پرې بخښنه غواړي".

هغه ویلي، "ما غلطه خبره وکړه او زما خبرې د پاکستان د دريځ سمه عکاسي نه کوي. زه د پښتنو کلتور ته ژور درناوی لرم. د ښځو او جينکو د تعليم څخه منع کول نه په اسلام کې شته او نه په پښتون کلتور کې".

د منير اکرم څرګندونو ته هغه وخت هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فايق غبرګون ویلی د هغه خبره یې رد کړې او ویلي یې وو، "د طالبانو اعمال اسلامي ریښه نه لري، د اسلام خلاف دي او د افغانستان له فرهنګ سره هم ربط نه لري. زه له خپل ګران ورور منیر اکرم سره موافق نه یم. دا هیڅکله د افغانستان د خلکو حتي د پښتنو کلتور نه دی".

د منیر اکرم څرګندونو ته په ټولنيزو رسنيو هم سخت غبرګون ويل شوی، دغه څرګندونې ته شرمناکه او د کرکې ډکه ويل شوې او د هغه نه غوښتنه شوې چې د پښتنو نه پرې بخښنه وغواړي.

دا لومړی ځل نه وو چې په ملګرو ملتونو کې د پښتنو په اړوند داسې بيان ورکړی شوی وو.

د پاکستان مخکیني وزير اعظم عمران خان هم د ملګري ملتونو غونډې ته په وېنا کې پښتنو ته د طالبانو خواخوږي ويلي وو. عمران خان دغه رنګ څرګندونې د برتانیې آن لاين خبري ادارې مډل ايسټ ايي په يوه مرکه کې کړې او سي اېن اېن سره په خبرو کې یې حقاني شبکې ته د پښتنو قبيله ویلي وو.

هغه وخت هم د عمران خان څرګندونو ته سخت عبرګون ويل شوی چې عمران خان پښتانه نړۍ ته ترهګر وړاندې کول غواړي خو پښتانه ترهګر نه دي بلکې د ترهګرۍ ښکار دي.

منیر اکرم څوک دی؟

منيراکرم د پخواني پوځي صدر پروېزمشرف په وخت کې په ملګرو ملتونو کې د 2002م کال نه تر 2008م کال پورې د پاکستان مستقل استازی پاتې شوی وو.

هغه د پاکستان د تېر حکومت عمران خان په وزیراعظمۍ کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر ټاکل شوی وو.

په هغه دا تور هم دی چې په 2002م کال کې یې په خپله يوه ښځینه ملګرې باندې تشدد کړی وو، خو هغه په دغه وخت کې سفير وو نو ځکه د هغه خلاف کارروایي نه وه شوې.

د امریکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل يو رپورټ کې هم دغه خبره کړې وه چې په منيراکرم باندې په خپله ښځينه ملګرې د تشدد تورونه دي، خو خپل منیر اکرم دا تورونه رد کړي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG