لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي مالدار ترين کاروباري تن ته د ټګۍ او درغلۍ د تورونو په سر لوی زيان اوړېدلی


واشنګټن- هندي مالدار کاروباري تن ګواتم اداني طوفان په مخه کړی او په ډرامايي توګه يې د کمپنيانو پانګې راکمې شوي.

د اداني کاروبار هغه وخت د 100 بيلين ډالرو نه زيات نقصان وموند کله چې د امريکا سرمايه کار کمپنۍ هېډنبرګ ريسرچ وويل چې د هغه کمپنيانې د سټاک مارکيټ په خيچن کولو او ټګۍ ټورۍ (درغلیو) کې ککړې دي.

اداني ويلي “دا نور څه نه خو بس دروغ دي”.

د اداني لوی کاروبار ډوبېدلو چې د سمندري بندرونو، توانايي پيدا کولو، هوايي ډګرونو، معدنياتو او د بيا جوړېدونکي توانايۍ پورې غځېدلی د هند په مخ روان اقتصاد له ويرو سره مخ کړی چې دا به د سرمايه کارانو باور ته زيان واړوي.

دې په هند کې يو سياسي طوفان هم راپورته کړی او اپوزيشن ګوندونه د دې تورونو پلټنې غواړي ځکه چې اداني د ولسمشر نرېندرا مودي نزدې تن بلل کيږي.

په تېرو لسو کالو کې د ګواتم اداني حيرانوکی سلطنت دومره غټ شوی چې اداني د فوربېس د تحقيق تر مخه د جنورۍ تر اخر پورې د نړۍ دريم مالداره تن او د ايشيا د ټولو مالداره کاروباري دی.

يواځې دوه تنه د هغه نه زيات مالداره دي چې يو برنارډ ارنالټ او بل ايلن مسک دی.

دې حيثيت د هېنډېنبرګ د دعوې نه وروستو تيندک خوړلی ځکه چې د اداني اوو کمپنيانو خپل نيم په نيمه کاروباري مارکيټ د لاسه ورکړی.

هېنډنبرګ په يو رپورټ کې د اداني ګروپ په دې تورن کړی چې په مصنوعي توګه يې د ځينې شراکتونو نرخونه اوچت ساتلي او پيسې يې ورته د ټيکس نه ورکونکو بهرني ځايونو نه پانګو ته ورکړي.

رپورټ وايي دا شراکتونه د اصل نه په زياته بيه خرڅ شوي چې په تېر درې کاله کې يې ارزښت د 800% نه هم په بره تللی.

هېنډنبرګ يوه وړه پلټنې کونکې کمپني ده چې د نيويارک په وال سټريټ کې د وړوکې خرڅونکې په نوم پېژندګلو لري او د کاروباري کمپنيانو د غلطو لارو د پیسو جوړولو خلاف تحقيق کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG