لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور ولسي‌ پاڅون: ریاست بیا ترهګر راپورته کړي خو پښتانه یې پرضد مقاومت ته تیار دي


په پېښور کې د ترسره شوي وروستي خونړي ترهګریز برید نه وروسته دپاکستان دبیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو اؤ مدني ټولنې مشرانو په ریاست ټکونه کړي چې ترهګرو ته یې یو ځل بیا دترهګرۍ موقعه ورکړې ده اؤ غواړي چې پښتونخوا کې دترهګرۍ دلارې خپل ځپل شوي اقتصاد ته اډاڼه ورکړي.

نن دخالي په ورځ دخیبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې دترهګرۍ د چټک شوي بهیر پرضد راجوړ شوي ولسي پاڅون ته وینا والو پخپلو ویناؤ کې کرښه راښکلې نور به دپلان شوې ترهګرۍ پرضد غلي نه پاتې کیږي اؤ په هر حال کې به دپښتنو پر خاوره دامن غوښتنه کوي.

دبیلابیلو سیاسي ګوندونو، پي‌ ټي‌ ایم اؤ مدني فعالانو له لوري راجوړ شوي دې ولسې پاڅون ته خپله وینا کې دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور احمد پښتین وویل پښتانه نور په یو صورت دترهګرۍ زغملو ته تیار نه دي.

هغه وویل دپښتنو په خاوره روانه ترهګري د ډالرو ګټلو په موخه تپل شوې ده ځکه چې دپاکستان اقتصاد په جکړو روان دی اؤ غواړي چې یو ځل بیا دیوې نوې جګړې په پیل کولو ډالرې ترلاسه کړي.

هغه وویل دپښتنو په خاوره جګړه داسلام سره نه بلکې دپښتنو سره ده.

منظور پښتین پوښتنه راولاړه کړه چې د اسلام په نامه پښتانه ولې وژل کیږي ؟

دهغه پوښتنه وکړه چې د اټک نه ورپخوا نه خو تر اوسه هدفي وژنې ولیدل شوې، نه بهته خوري شته اؤ نه هم بمي چاودنې ولیدل شوې نو بیا یوازې پښتانه ولې هدف ګرځول شوې دي .

د ولسي پاڅون په نامه راجوړه شوې دې احتجاجي غونډه کې دپښتونخوا دلر وبر نه ځوانانو،سیاسي فعالینو،میرمنو اؤ دمدني ټولنې غړو برخه درلوده.

دعوامي نیشنل ګوند عمومي سکتر میا افتخار حسین پخپله وینا کې وویل ریاست د ترهګرۍ پرضد دیوې نوې تګلارې خبره کوي.

دهغه وینا وه" مونږ پوښتنه کوؤ چې تر اوسه په نیشنل ایکشن پلان تر اوسه ولې عمل ونه شو"

دمیا افتخار په خبره دلته چې دترهګرۍ پرضد کومه شل نکاتي ایجنډه جوړه کړل شوې وه په هغې تر اوسه ولې عمل ونه شو؟

هغه وویل "یو ځل بیا په پاکستان کې حکومت اؤ اسټیبلشمنټ وایي چې د رایو اتفاق راولو خو نوموړي وویل کله چې په پاکستان کې اتفاق رایې جوړه وه نو تا کومه توره وکړه"

هغه وویل که په حقیقي توګه دترهګرۍ جرړه ویستل وي نو دهغې لپاره به په نیشنل ایکشن پلان عمل کول وي اؤ که چرې داسې نه کوي نو بیا واضحه ده چې په دې خاوره د امن دټینګښت دروغژنې وعدې کیږي.

ددې احتجاج یو ګډونوال ډاکټر اختر اقبال وي او ای ډیوه ته وویل نن پښتانه ځوانان رابیدار شوي اؤ پخپلو حقونو خبر دي اؤ ریاست ته به دهغوئ حقونو منلو ته غاړه اېښودل وي.

په پېښور کې دا ولسي پاڅون وروسته له هغې راجوړ شوی و چې دتیرې دوشنبې یا ګل په ورځ دپېښور د پولیس لاین په جومات کې دیوې خونړۍ چاودنې په پایله کې ۱۰۲ کسان ووژلی شول اؤ تر ۲۰۰ زیات نور ټيپان شول.

دپاکستاني طالبانو د ډلې یو وتلي کمانډر سربکهف مومند له دغه برید وروسته رسنیو ته پخپل یو لیږلي بیان کې دعوه کړې وه چې دا برید پاکستاني طالبانو کړی دی خو دپاکستاني‌ طالبانو دغورځنګ له لوري په جاري کړل شوي یو بل بیان کې بیا ددې برید سره لاتعلقي ښودل شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG