لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور برید; حکومت کې شامل جمعیت علماء اسلام پارلیمان کې د طالبانو د خارجه وزیر د دریځ ملاتړ کړی


دپاکستان پارليمان کې د پېښور پوليس لاین دننه په شوي ترهګریز برید بحث دوام لري او حکومتي اتحاد کې شامل دجمعيت علماء اسلام (ف ) ګوند د قامي اسمبلۍ غړي صلاح الدين ايوبي په دې اړه د پاکستان لخوا په افغانستان لګيدلي تورونه بې انصافي بللې ده.

ښاغلي ایوبي د افغان طالبانو دخارجه وزير امير خان متقي هغه دريځ یې تکرار کړى چې که افغانستان د ترهګرۍ مرکز دى نو دلته نه ورانکاري ازبکستان، ايران او د افغانستان نور ګاونډي هيوادونو کې کارروایۍ ولې نه کوي؟

وړاندې نه وزير اعظم شهباز شريف پاکستان ته د ورپېښو امنیتي،سيا سي او معاشي ستونزو په ترڅ کې ټول ګونديز کانفرنس رابللى او امريکا ويلي پاکستان خپله دفاع کې د لاقانونه طالبانو پرضد د د کارروايو حق لري.

دقامي اسمبلى غونډۍ ته وينا کې صلاح الدين ايوبي ویلي پيښور دپوليس لاین دننه دشوي ترهګریز بريد په سر افغان طالبانو باندې دتورونو لګولو پځاى پاکستان ته پکار دي چې دخپل کور دننه معاملات پځاي کړي.

هغه وويل د دواړه هيوادونو امن د يو بل سره تړلى دى او د الزامونو پځاى پاکستان او افغانستان ته د خبرو اترو لاره خپلول پکار ده.

د دفاعي چارو څيړونکى اؤ دپاکستان دپوځ پخوانی جنرال(ر) طلعت مسعود وايي پيښور پوليس لاین بريد دپاکستان اؤ افغانستان دوه اړخیزه اړيکې ترينګلې کړې دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د افغان طالبان مسولیت جوړيږي چې د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان مخه ونيسي او دوي پاکستان مخالفه کاروايو نه منعې کړي.

تيره اوونۍ دپيښور پوليس لاین جومات کې شوي ترهګریز بريد کې 84 کسان وژل شوي وو او ددغه پيښې پسر د پاکستان ځینو مرکزي وزيرانو کابل باندې دقابض افغان طالبانو د حکومت په ضد سخت بيانونه ورکړي وؤ.

دې ته غبرګون کې د افغان طالبانړ د حکومت خارجه وزير امير خان متقي د پاکستاني وزيرانو تورونه رد کړي وو او دريځ یې خپل کړى و که افغانستان د ترهګرۍ مرکز دى نو دلته نه ورانکاري د ازبکستان، ايران، چين او نورو ګاونډي هيوادونو مخه ولى نه کوي؟

تيره ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې ته وينا کې د جميعت علماء اسلام ف غړي صلاح الدين ايوبي هم د متقي د دريځ ملاتړ کړى دى.

ددفاعي چارو بل يو څيړونکى ډاکټر حسن عسکري وايي د ترهګرۍ په ضد رياستي ادارو تګلارى کې د دنيمګړتياؤ او دسياسي ګوندونو لخوا په دې اړه دبیلابیلو دریځونو له امله د وزير اعظم شهباز په مشرۍ هیواد ته دپېښو چیلنجونو په اړوند د رابلل شوي ټول ګوندیز ګانفر په موثره کیدو پوښتنې راولاړیږي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې حسن عسکري وويل پاکستان کې لا اوس هم داسې ګوندونه شته چې دلاقانونه ټي ټي پي د کارروايو غندنه نه کوي او نه غواړي چي حکومت د ټي ټي پي په ضد عمليات وکړي.

د پيښور پوليس لاین حملې په ترڅ کې امريکا هم د پاکستان له خوا د لا قانونه تحريک طالبان پاکستان په ضد دکاروايو د مرستې اعلان کړى دى.

دقامي سلامتيا لپاره دامریکا د سپينې ماڼۍ رابطه کار جان کربي ويلي پاکستان د خپلى دفاع لپاره د ټي ټي پي په ضد دکارروايو حق لري.

جان کربي زياته کړې امريکا جاج اخلي چې په دې اړه پاکستان سره څه مرستې کولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG