لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:دوؤ بمي چاودنو کې اته کسان ژوبل شوي دي


Qeutta
Qeutta

دبلوچستان ایالت په سرښار کوټه کې په دوؤ بیلابیلو بمي چاودنو کې لږ تر لږه اته کسان ژوبل شوي دي چې پکې د دریوؤ حالت سخت ښودل کیږي.

یوه چاودنه پوځي چیک پوسټ ته نزدې شوې ده چې پکې شپږ کسان ژوبل شوي دي اؤ بله چاودنه دکوټې په منو جان روډ شوې چې یوه میرمن اؤ یو ماشوم پکې ژوبل شوي‌ دي

تحريک طالبان پاکستان دکوټې دپوځي امنیتي پوستې ترڅنګ دشوې چاودنې پړه پغاړه اخستې او وایي دا یو ځانمرګي بريد ؤ خو امنیتي چارواکو یا ازادو سرچینو لا په سمدستي توګه ددعوې تصدیق نه دی کړی.

د کوټې د پوليسو په وينا د یکشنبې په ورځ د کوټې پر جناح سړک د پاکستاني پوځي چاوڼۍ ګېټ يا دروازې موسی چیک پوسټ ته نژدې چاودنه شوې چې لږ تر لږه شپږ تنه پکې ټپیان شوي دي۔

په پېښه کې ژوبل شوي کسان د کوټې سيول روغتون ته وړل شوي اؤ د سيول روغتون د پوليسو مرستيال ډاکټر عطاءلله شاه ډيوه ته وويل د پېښې شپږ ټپيان روغتون ته وروړل شوي چې پکې د دریوؤ حالت له خطر سره مخ دی.

هغه وایي په ژوبل شوو کې دوه ټپیان سرکاري مامورین اؤ څلور ملکي وګړي دي خو واضحه یې نه کړه چې سرکاري مامورین عسکر دي که دنورو محکمو سره تړاؤ لري.

دهغه په وینا" له 35 څخه تر 60 کالو د عمر شپږ تنه ټپيان يې روغتون ته راوړي دي، د دوی پر بدن چرې لګېدلې دي، د دریوؤ حالت له خطر سره مخ دی، او درې له خطره وتلي"

پوليسو وايي دا لاسي بمي چاودنه ده چې د عسکري چيک پوسټ ته څېرمه شوې ده۔

ياده سيمه د کوټې په حساس ترينه سيمو کې ګڼل کېږي، دا د کوټې چاوڼۍ ده او دلته د پوليسو د لويو لويو دفترونو تر څنګ د هزاره قبيلې ابادي هم پرته ده۔

په ياده سيمه کې پر بېلا بېلو چوکونو د پوليسو او ايف سي چېک پوسټونه هم شته-

تحريک طالبان پاکستان ددې بريد ذمه واري منلې او رسنيو ته په لېږلي بيان کې يې دعوه کړې چې د منصور بلال په نوم د دوی ځانمرګي بريدګر دا بريد کړی چې په نتيجه کې یې د پاکستاني ارمي لسو او دايف سي ځواک شلو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده -

د تحريک طالبان د دې دعوې په اړه حکومت کوم وضاحت يا ترديد نه دی کړی.

له پېښې پس د پولیس او ایف سي عسکر د چاودنې ځای ته رسېدلي خو د چاودنې په اړه له نورو تفصيلاتو ورکولو څخه لا هم ډډه کېږي-

پر ټولنيزو رسنيو په خپره شوې يوه تازه ويډيو کې ليدل کېږي چې له ياد پوځي چيک پوسټ سره د چاودنې زيات لوګی پورته کیږي او هلته د ايف سي عسکر خلکو ته د نزدې نه ورتللو او بېرته د ګرځېدلو اشارې کوي-

په عین حال کې دکوټې په منو جان روډ هم دیو لاسي بمي برید چاودنه شوې چې رسنۍ وایي پکې یوه زنانه اؤ یو ماشوم ژوبل شوي دي،

ددې برید ذمه واري‌ په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې.

په کوټه کې دا چاودنې په داسې حال کې شوې دي چې د کوټې په نواب اکبرخان بګټي کرکټ مېدان کې د پي ایس ایل یا پاکستان سپر ليګ نمايشي لوبه نن روانه ده۔

دا لوبه د کويټه ګلېډيټر او پېښور زلمي په نامه ټيمونو تر ميان ده چې پکې د ملک نوميالي لوبغاړي برخه لري۔

د حکومتي چارواکو په وينا په کوټه کې نژدې 26 کاله وروسته د کرکټ نړیوال لوبغاړي د کرکټ سیالي کوي چې په کې د پاکستان اوسني او پخواني لوبغاړي ګډون لري۔

وايي د دې موخه هم دا ده چې خلکو ته وښايي چې دلته امن دی-

د شنبې په ورځ د کوټې د پوليسو مشر ،ډي ایي جي اظفر میسر په خبري کانفرنس کې ویلي وو، د پي ایس ایل نمايشي لوبي لپاره یې درې زره پولیس عسکر د امنیت خوندي ساتلو لپاره ځای پر ځای کړي دي-

د پاکستان تجارتي کرکټ سیالیو لپاره د تېرو دوو اونیو راهیسي په کوټه کې د امنیت خوندي ساتلو په موخه د بلوچستان وزیر اعلا عبدالقدوس بزنجو سره سره د امنیتي ادارو چارواکو له لوري هم ویل شوي وو چې د خلګو د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې مثبت ګامونه پورته کړي۔

د بلوچستان وزیراعلا میر عبدالقدس بزنجو د شنبې په ورځ ویلي وو چې د کرکټ مېچ کتلو لپاره خلکو څورلس زره ټکټونه اخسيتي دي او په لوبغالي يا ميدان کې د خلکو ځای کم شوی-
وايي حکومت ټولې امنيتي چارې نيولې دي-

په کوټه کې د پي ايس ايل مېچ له اعلان سره سم د بېلا بېلو سياسي او مدني فعالانو له لوري پر ټولنيزو رسنيو د بحث روان و چې حکومت دې تش د دعوو پر ځای ریښتونی امن ټینګ کړي او بې روزګاره ځوانانو ته دې روزګار ورکړي-

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ یوازې دتیرې جنورۍ په میاشت کې دپاکستان دننه 44 بریدونو کې 134 کسن وژل شوي اؤ 254 نور ژوبل شوي دي.

په 30مه جنورۍ تر ټولو خونړی برید دپېښور دپولیس لاین په جومات کې شوی ؤ چې پکې دحکومتي شمیرو له مخې84 کسان وژل شوي اؤ د 200 نه زیات نور ژوبل شوي دي

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG