لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډالر بیعه کې دزیاتې اضافې له امله دپاکستان درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیداوار تړلو خبرداری ورکړی


پاکستاني مطبوعات وایي په دغه هیواد کې د ډالر له بیعې لوړیدو وروسته درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیداوار ودرولو اعلان کړی دی.

د "فارماسوټیکل مینو فیکچرز" په نوم ددرمل جوړونکې اتحادیې مشر قاضي منصور دلاور ویلي د ډالر دبیعې لوړیدو سره دخام مال،بجلي اؤ ګیس بیعې هم لوړې شوې دي اؤ په داسې حالاتو کې دوي په موجوده نرخ درمل نه شي جوړولی.

اقتصادي پوهان وایي په حکومتي کچه د زیاتو ټیکسونو، پیداواري لګښتونو او د ډالر په مقابله کې د روپۍ د بیعې د کمي له وجې دصنعتي پیداوار په نرخونو هم اغیزې کیږي .

دپاکستان جیو نیوز رسنۍ دقاضي منصور دلاور له خولې ویلي چې درمل جوړونکې کمپنۍ به یوه اوونۍ وروسته خپل پیداوار وتړي اؤ وایي بیلابیلو کمپنیو حکومت اؤ د درملو دڅار ادارې ډریپ ته دخپل پیداوار دتړلو په اړوند خبرداری هم ورکړی دی.

نوموړي ویلي دکراچۍ،لاهور اؤ پینډۍ 10 درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیدوار ودرولو په اړوند حکومت ته نوټسونه ورکړي اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به ټولې کمپنۍ دغسې نوټسونه یا خبرداری ورکړي.

خو بل لوري ته رسنیو پاکستان کې د درملو دڅار د ادارې دچارواکو له خولې ویلي چې دوئ ته نه خو درمل جوړونکو کمپنیو دخپل پیداوار تړلو نوټسونه ورکړي دي اؤ نه یې ورته په زباني توګه څه ویلي دي.

تر دې وړاندې دتیر کال د دسمبر په میاشت کې پاکستان کې د ګاډو کمپنۍ انډس موټرز (ټویوټا) هم د ډالرو د کمي او ایل سیز نه پرانستل کیدو له وجې خپل پیداوار د یوی اوونۍ دپاره تړلی و.

تېره میاشت پاکستان کې درملو دڅار ادارې (ډریپ) د110 نه د زیاتو دوایانو نرخونو کې داضافې سپارښتنه کړې په داسې حال کې کړې وه چې عام ولس وایي د زیاتې ګرانۍ له امله اوس د دوي لپاره ژوند ژغورونکي درمل اخستل ګران شوي دي.

پاکستاني رسنیو تیره میاشت د روغتیا وزارت له قوله ویلي وؤ هیواد کې دکینسر،نفسیاتي ناروغیو،دبدني غړو دپیوست کولو په ګډون دځان ژغورونکو درملو کمی دی اؤ په نرخونو کې داضافې نه کیدو له امله کمپنیو درمل جوړول پرېښودي دي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته ویلي د ډالر د بیعې د زیاتوالي او حکومتي ټيکسونو له وجې په پاکستان کې د صنعتی پیداوار په بیعو کې اضافه کیږي.

دهغه په وینا پیداواري خرڅونه، حکومتي ټيکسونه او نړیواله ګراني ددې غټې وجې دي .

نوموړي ویلي پاکستان په صنعتونو په مختلفو ټيکسونو کې هم اضافې کړې دي چې په ټولو پیداواري شیانو دغه ټیکسونه لګي او دهغې له وجې ددې قیمتونه هم په بره روان دي.

پرون د ګل یا دوشنبې په ورځ دپاکستان دبینکونو دننه یو امریکایي ډالر په 275 روپۍ اؤ 30 اؤ په خلاص مارکیټ کې په 283 روپۍ تبادله شوی دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG