لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لکي مروت کې د وسله والو ضد عمليات پای ته رسول شوي خو تفصیل یې نه دی ویل شوی

‎چارواکي وایي په لکي مروت کې د وسله والو ضد عملياتو سر ته رسولو سره لارې، سړکونه او موبایل سروس پرانستل شوی دی، خو د 26م جنورۍ څخه پېل شوو عملياتو په اړه کوم تفصیل نه دی شريک کړی.

‎د لکی مروت پولیس یې تاییدوي خو وایي د عملیاتو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو معلومات نه دي تر لاسه کړی شوي.

‎د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وویل لارې او موبایل سروس وروسته له هغې پرانستل شوي چې د «احسان پور» سیمه کې کامیاب عملیات شوي او ټوله سیمه امنیتي عسکرو په خپل واک کې اخستې ده.

‎هغه وویل په عملیاتو کې ټوله سیمه پاکه کړل شوې او علاقې نه اضافي نفري واپس کړل شوې دہ.

‎هغه زیاته کړه د عملیاتو پرمهال د مرګ ژوبلو او د نور تاوان په اړه پوځ دوی سره معلومات نه دي شریک کړي.

‎په سیمه کې امنیتي چارواکو په ورستیو کې ویلي وو د لکي مروت ښار سره نزدې په احسان پور سیمه کې د وسله د شتون کره معلوت ترلاسه کړی شوي چې په دې سیمه کې پټې ځالې لري او له دغه ځای نه د ناامنۍ منصوبې جوړوي.

‎هغوي ویلی وو د جنګي هیلي کاپټرو او توپونه د وسله والو پټې ځالې په نخښه کړل شوي.

دا عملیات د جنورۍ په 26م پېل شوي وو. ‎د پاکستان پوځ د دغه عملیاتو په اړه تر دې مهال څه نه دي وي ویلي.

‎تحریک طالبان پاکستان د دې عملیاتو په پایله کې پاکستاني پوځ ته د مرګ ژبلو اړولو دعوه کړې. خو دغه دعوه په ازاده کچه نه ده تصدیق شوې.

‎احسان پور د لکي مروت ښار سره نزدې د کورم سیند په غاړه په څو کلوميټرہ مشتمله زرخېزه سیمه ده.

‎د سیمې خلک وایي د عملیاتو پرمهال د دغه سیمې خلک په کورونو کې بند ساتل شوي او عملیاتو کې فصلونو او ونو بوټو ته زیان اوښتی دی.

‎د علاقې یو اوسیدونکي شکیل وویل د عملیاتو پرمهال یې د چاودونو درانه غږونه اوریدل چې له امله یې زنانه او ماشومان د سختې ویرې سره مخ وو.

‎هغه وویل په علاقه کې د خوراکي توکو د نشتوالي ترڅنګ د ناروغانو روغتون ته رسولو کې له مشکل سره مخ وه.

‎هغه زیاته کړه د عملیاتو په پایله کې ونو بوټو ته اورونه لګول شوي چې پکې ونو او فصلونو ته زیان اوښتی دی.

‎لکي مروت کې د یک شنبې- اتوار په ورځ د عملیاتو او د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهره شوې ویلي دا احتجاجي مظاهره په علاقه کې په زوره د خلکو بې درکه کولو، د عملیاتو پرمهال د خلکو ځورولو، د ناامنۍ د نورو پیښو ترځنګ د هدفي وژنو او قلنګ غوښتلو پرضد شوې وه.

‎احتجاج کوونکو ویلي وو په دې تېره څه موده کې د ناامنۍ پېښې چټک شوې او په علاقه کې د امنیت د تینګښت غوښتنه کوي خو د دوی دا غوښتنه نه منل کیږي او دوی ته لارې بازارونه تړل شوي او موبایل سرس ځنډول شوی چې د علاقې په کاروبار او تعلیم یې بدې اغیزې کړي دي.

‎په علاقه کې د عوامي نیشنل ګوند فعال همایون بیګوخېل وویل د علاقې خلکو نه قلنګ غوښتل کیږي چې له امله یې شتمن خلک علاقې په پریښولو مجبور شوي، دغو خلکو ته د مرګ ګواښونه ورکړل کیږي او په علاقه کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې کیږي.

‎وي او اې ډیوه ته هغه وویل د ناامنۍ پرضد یې په ورستیو کې احتجاجي مظاهرې کړې خو دوی ته یوازې ویل کیږي چې تاسو سړکونو ته راوتلو په ځایې پولیس ته اطلاع کوئ.

‎هغه زیاته کړه لکي مروت یوه پر امنه سیمه ده خلک یې زیاتره عریبانان دي او د سیمې پریښولو توان نه لري او د ناامنۍ پرضد دا پرامنه مباریزه به دوام داره ساتي.

‎وي او اې په دې اړه د انتظامیه او پولیسو له مشره سره رابطه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو .

‎په ورستیو کې د پولیسو مشر ضیالدین ویلي وو په علاقه کې پولیس او نور امنیتي ځواکونه موجود دي او چاته د علاقې امن خرابولو اجازه نه ورکوي.

‎لکي مروت د خیبر پښتونخوا هغه سویلي ضلع ده چې پولې یې د پنجاب میانوالي، د خیبر پښتونخوا د کرک، ډیره اسماعیل خان او ټانک ترڅنګ قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان سره لګېدلې دي د کال 2010 د جنورۍ په لومړۍ نیټه د لکي مروت شاه حسن خېل سیمه کې په ځانمرګي برید کې د 100 نه زیات کسان وژل شوي وو او سلګونو نور ټپیان شوي وو.

‎د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه.

‎په پېښور کې د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکۍ خبریال ناصر داوړ وایي لکي مروت هغه ضلع ده چې پولې یې د جنوبي پنجاب سره لګیدلې او د ترهګرۍ زیاتره منصوبې د جنوبي پنجاب نه جوړیږي. او په تیر شوي وختونو کې دغلته د ناامنۍ خلاف کوم ګامونه نه دي اخستل شوي.

‎هغه وویل د پاکستاني حکومتي چارواکو د ناامنۍ په اړه نظرونه بیل دي ‎په پاکستان کې دوی ته ترهګر وایي خو کله چې دوی افغانستان کې ناامني کوي په حکومتي کچه ستایل کیږی چې د هغې اغیزې بیا دغلته لیدل کیږي.

‎د اګست په میاشت کې په سوات کې د وسله والو راښکاره کېدو وروسته په ولسي کچه پاڅونونه پېل شوي او په دې غونډو کې د ناامنۍ پېښو غندنه کیږي او وایي تر شاه یې د پاکستان پوځ لاس لري.

خو پوځ دا تورونه ردوي او د جنورۍ په دویمه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د قامي سلامتیا غونډې ته ویلي وو د ترهګرۍ پرضد د زغم نه لرلو پالیسي خپلوي چې ترمخه به د دې هیواد نه ترهګرۍ نوغی وويستل شي.

‎د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي عملیاتو کې وسله والو ته پراخه ضربونه لګولي او عسکرو په قربانۍ امن راوستل شوی. او د قام په ملاتړ به د ترهګرۍ پرضد جګړه دوام داره ساتلی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

This item is part of
XS
SM
MD
LG