لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي دترهګرۍ پرضد جګړه کې به دپاکستان تر شا ولاړه وي


امریکا دترهګرۍ پرضد جګړه کې دپاکستان ترشا د ودریدو هوډ ښکاره کړی دی اؤ وایي پاکستان به دترهګرۍ پرضد جګړه کې دامریکې مهم ملګری وي.

دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې ویاند نیډ پرایس رسنیو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي چې امریکا به دترهګرۍ پرضد جګړه کې دپاکستان ترڅنګ ولاړه وي ځکه چې پاکستان په دې جنګ کې دامریکې مهم شرکت دار یا ملګری دی.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې پاکستان کې دترهګرۍ د وروستیو پېښو په اړوند امریکایي ویاند ویلي چې ترهګري یو لعنت دی اؤ پاکستان،افغانستان اؤ هند اغېزمن کوي.

دهغه وینا وه "دا هغه څه دي چې له امله یې مونږ پر ټوله سیمه خپل پام ساتلی دی"

دنیډ پرایس په وینا هرکله چې دپاکستان خبره راځي‌ نو هغه دامریکا مهم شراکت دار دی اؤ له هر لحاظه شراکت دار دی.

ویاند وویل دامنیتي اندېښنو له امله امریکې په دې وروستیو کې پاکستان سره د ودریدولو په هوډ خبره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو وارې بیا دپاکستان دننه دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ په 30مه جنورۍ جنورۍ دخیبر پښتونخوا سرښار پېښور کې دپولیسو دمرکز دننه جومات کې په یو ترهګریز برید کې 84 کسان وژل شوي اؤ تر 200ؤ زیان نور ژوبل شوي دي.

پاکستاني چارواکي تور لګوي چې دپاکستان په خاوره دترهګرۍ پلانونه دافغانستان دننه تیاریږي ځکه چې ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا دپاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي دافغانستان خاوره دهیڅ یو هیواد پرضد دترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا پولیسو دعوې کړې دي چې وسله والو ترهګرو ته نوې عصري وسلې په لاس ورغلي دي چې دهغې له امله دوي خپل بریدونه چټک کړي دي .

پولیس وایي ښایي دا عصري وسلې په افغانستان کې دناټو اؤ امریکایي ځواکونو نه پاتې شوې اؤ پاکستاني طالبانو ته په لاس ورغلي وي چې دوي پرې اوس دلته امنیتي ځواکونه په نخښه کوي.

د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده .

په دغه رپورټ کې ویل شوي چې تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

رپورټ زياتوي چې د جنورۍ میاشت کې د ترهګرو ضد د امنیتي ادارو په عملياتو کې 52 وسله وال نيول شوي او نزدې 40 وسله وال وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه زياتره وسله وال په پنجاب صوبه کې ګرفتار شوي خو په ترهګریزو بریدونو کې زياته مرګ ژوبله په خېبر پښتونخوا ايالت کې رامنځ ته شوې ده.

رپورټ کې راغلي چې د تېر کال دسمبر میاشت په مقابله کې په سږني کال جنورۍ کې نه يوازې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګریزو حملو شمېره د 17 څخه 27 ته لوړه شوې ده بلکې ددې حملو په نتیجه کې د مرګونو شمېر هم د 17 څخه 116 ته رسېدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG