لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر عارف علوي:که انتخابات وځنډیږي نو دټولټاکنو کمیشن به دایین څخه دسرغړونې ذمه وار وي


دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي دهیواد دټاکنو دکمیشن مشر ته لیک استولی چې باید په سمدستي توګه دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو لپاره دټاکنو نیټه اعلان کړي.

خو په عین حال کې پاکستاني مطبوعات وایي چې پوځ الیکشن کمیشن ته دټاکنو امنیت لپاره دپوځ اؤ رینجرز ځواکونو ورکولو اؤ مرکز داضافي پیسو ورکولو نه معذرت کړی دی.

تر دې وړاندې دپښتونخوا اؤ پنجاب صوبو د پولیسو مشرانو هم ټاکنو لپاره داضافي عسکرو ورکولو نه انکار معذرت کړی ؤ.

دصدر لخوا لیږل شوي خط کې دپنجاب اؤ پښتونخوا صوبو داسمبلیو ماتیدو حواله ورکړل شوې اؤ ویل شوي چې دایین 224مه ماده داسمبلیو ماتېدو صورت کې د90 ورځو دننه په نوؤ انتخاباتو ټینګار کوي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې خپل حکومتونه ړنګ کړي اؤ هم یې دقامي اسمبلۍ نه غړو استعفاګانې ورکړي دي چې په داسې حال کې دپاکستان دایین له مخې په دریوؤ میاشتو کې دننه په صوبو کې نوې ټولټاکنې کول دالیکشن کمیشن ذمه واري ده.

الیکشن کمیشن په صوبو کې دانتخاباتو کولو لپاره دپنجاب اؤ پښتونخوا ګورنرانو نه نیټې هم غوښتي خو ددغو دواړو صوبو ګورنرانو ورته په ځوابي لیکونو کې دهیواد دننه د روان بد اقتصادي اؤ امنیتي وضعیت دلیل ورکړی اؤ سپارښتنه یې کړې ده چې داړونده اړخونو سره په مشوره باید دټاکنو پریکړه وکړی شي.

دتحریک انصاف ګوند مشران تور لګوي چې حکومت په بهانو کولو انتخاباتو نه دتېښتې لار ګوري اؤ غواړي چې په صوبو کې دنګران حکومتونو موده وغځوي .

دتحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکي دپاکستان صدر عارف علوي الیکشن کمیشن ته په لیږلي خط کې ویلي چې پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې باید دصوبایي اسمبلیو دټاکنو مهال ویش په سمدستي توګه جاري کړي ترڅو دانتخاباتو په اړه د راپورته شوؤ خطرناکو ګنګوسو اؤ پروپیګنډې مخه ونیول شي.

دصدر په لیک کې ویل شوي که چرې الیکشن کمیشن دخپلو فرایضو په ترسره کولو کې دناکامۍ سره مخ کیږي نو بالاخره به هم دا کمیشن دایین څخه دسرغړونې ذمه وار ګرځولی شي.

دپاکستان الیکشن کمیشن په دې وروستیو کې پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې دانتخاباتو کولو لپاره د دواړو صوبو ګورنرانو نه نیټې ، مرکز نه داضافي پنګو اؤ دامنیتي ادارو اؤ پوځ مشرانو نه دځواکونو غوښتنه کړې وه خو پاکستاني مطبوعات وایي دغو ټولو اړخونو ورته معذرت کړی دی.

دپاکستان ایکسپریس رسنۍ وایي دپوځي مرکز یا جي ایچ کیو نه الیکشن کمیشن ته په لیږل شوي ځوابي خط کې ویل شوي امنیتي عسکر دترهګرۍ دګواښونو له امله دهیواد دننه اؤ دپولو په امنیت مامور دي اؤ هم د27مې فرورۍ نه تر دریمې فرورۍ کیدونکې ډیجیټل سرشمیرنه کې هم بوخت دي ځکه نو ټولټاکنو لپاره دامنیت ورکولو نه معذرت کوي.

همدا شان الیکشن کمیشن دټاکنو لپاره دمرکز نه داضافي 14 اربو روپو تقاضه هم کړې وه خو رپورټونه وایي د خزانې وزارت الیکشن کمیشن ته لیک استولی چې دهیواد اقتصادي وضعیت ښه نه دی اؤ الیکشن کمیشن دې دخپلې دې غوښتنې نه تیر شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت مخالف تحریک انصاف ګوند له وړاندې اندېښنې ښودلي چې حکومت انتخاباتو نه دتېښتې لارې ګودرې ګوري اؤ ویلي یې دي چې د دوي به دانتخاباتو ځنډیدو پرضد عدالت ته دتګ ترڅنګ کوټلی احتجاج هم کوي.

څېړونکي اؤ خبریال ناصر داوړ وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي په ظاهره داسې نه ښکاري چې حکومت به دریوؤ میاشتو کې دننه انتخاباتو ته زړه ښه کړي.

هغه وایي د وړاندې نه دې ګنګوسو زور نیولی چې حکومت غواړي په څه نا څه طریقو پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې دنګران حکومتونو مودې وغځوي.

دنوموړي په وینا" اوس چې په دې وروستیو کې دناامنۍ کومه لړۍ پیل شوې ده یا هیواد کې کوم اقتصادي بحران رامنځته شوی نو ارو مرو به حکومت هڅه کوي چې دا صورتحال د دلیل په توګه وړاندې کړي اؤ دانتخاباتو ځنډولو هڅه وکړي"

دپاکستان الیکشن کمیشن د وړاندې نه واضحه کړې ده چې د دریوؤ میاشتو دننه انتخاباتو ته تیار دی

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG