لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسحاق ډار: د ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام لاندې به د 170 اربه روپو ټېکسونه لګول وي


د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي، د نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام لاندې به د 170 اربه روپو ټېکسونه لګول وي او د تیلو مصنوعات به هم لس روپۍ نور ګرانول وي.

د نوموړي په خبره پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره د دوی د خبرو وروستی پړاو ترسره شوی او ټول معاملات ترسره شوي، په ټولو اړخونو خبرې شوي او بيا وروستي د هغوی ځينې مسلې وې په هغې بيا د شپې پورې خبرې پوره شوي او ادارې ورته نن د جمعې په سهار د اقتصادي او مالي پاليسيانو يادداښت ليک ورکړی دی حکومت پرې غور کوي.

اسحاق ډار نن د جمعې په ورځ [لسمه فرورۍ] ايي اېم اېف سره د پور د پروګرام د خبرو په اړوند خبري غونډې ته وويل، د 31جنورۍ نه تر نهمې فرورۍ پورې د ايي اېم اېف دوره وه، دا اوسنۍ کومې خبرې چې کيږي دا د مخکیني وزیراعظم عمران خان په وخت کې دا معاهده شوې وه او دا ډېره پخوانۍ معاهده ده څو ځله ځنډېدلې هم ده.

هغه وویل په دې کې کوم شک نشته د ايي اېم اېف سره کېدونکې ټولې وعدې به پوره کولی شي او د پور پروګرام به عملي کولی شي.

هغه زياته کړه د ايي اېم اېف د اېګزېکټيو بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان ته نزدې يو اعشاريه دوه اربه ډالره ترلاسه شي.

اسحاق ډار ویلي، د توانايۍ په برخه کې اصلاحات کول اړين دي، په پټرولو د ليوي په برخه کې اضافه نزدې پوره شوې ده خو په ډيزلو به ليوي ډيوټي د 40 نه تر 50 پورې کول وي او په ډيزلو کې به د لسو روپو پورې اضافه کول وي.

نړيوالې مالياتي ادارې هم ويلي، چې د پاکستان سره د ملکي او بهرنيو مالياتو د تولې سمولو په لړ کې په پاليسي اقداماتو پرمختګ شوی دی.

خو نړيوالې ادارې نه دي ويلي چې د پاکستان سره مذاکرات کامياب شوي دي.

او اسحاق ډار ویلي د دغه خبرې هیڅ فرق نه پريووځي د ايي اېم اېف وفد د مذاکراتو په مهال مطمين وو او او وزيراعظم هم عزم څرګند کړی چې د ايي اېم اېف په وړانديزونو به عمل کولی شي.

ايي اېم اېف نن د جمعې په ورځ ويلي، د پاکستان سره د پور د پروګرام په اړه روانې خبرې به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ولري.

د مالياتي نړیوالې ادارې سره د خبرو په اړه د اسحاق ډار د خبري غونډې وروسته د پاکستان د ونډو بازار هم 596 درجې غورځېدلی دی.

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه، د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځه اوس هم په بعضې معاملو اختلافات شتون لري او د سټاف په کچه کېدونکې لوظنامې منظوري به اوس په واشنګټن کې د فنډ مرکز ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG