لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د بجلۍ د پروژو لپاره د اخستل شوو پورونو د سود پیسې ولس نه د بودولو پرېکړه کړې ده


د پاکستان اقتصادي رابطه کمیټۍ د تبې د ګولیو د نرخونو لوړولو اؤ د بجلۍ د پروژو لپاره د اخستل شوؤ پورونو د سود د پیسو ولس نه د بودولو منظوري ورکړې ده.

دخالي په ورځ د خزانې د مرکزي وزیر اسحاق ډار په مشرۍ د اقتصادي رابطه کمیټۍ په ترسره شوې غونډه کې دتبې دګولیو پیراسټامول 500ملي ګرامه دنرخ2.6 روپۍ اؤ دپیراسټامول ایکسټرا 500 ملي 3.3 ټاکلو فیصله وکړل شوه اؤ ددې ترڅنګ د20 نورو درملو دنرخونو راکمولو منظوري هم ورکړل شوې ده.

له غونډې وروسته د ای سي سي په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دبجلۍ دپروژو لپاره داخستل شوؤ پورونو دسود پیسې به هم د ولس نه بودولی شي.

غونډه کې دبجلۍ دیو یونټ پسر د یوې روپۍ دسرچارچ لګولو منظوري ورکړل شوې اؤ خو ویل شوي چې داپیسې به یوازې دهغه چا دبجلۍ بلونو کې راځی چې په کورنو کې تر300 یونټو زیاته بجلي مصرفوي.

داعلامې له مخې غونډه کې پرېکړه شوې چې د دمالیاتي سرچارج یا مالیې دلارې به دبجلۍ صارفینو نه 76 اربه روپۍ راټولولی شي.

اعلامیه زیاتوي چې چې دبجلۍ په بلونو به فنانس یا مالیاتي سرچارج سږکال دمارج نه تر جون میاشتې پورې پځای وي اؤ دا پیسې به دبجلۍ د ویش دټولو کارخانو له صارفینو اخستل کیږي.

اقتصادي رابطه کمیټۍ دبجلۍ پروژو دپاره داخستل شوؤ پورونو دسود دپیسو ولس نه داخستو داپرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې پاکستان کې دبرېښنا یا بجلۍ د ویش کمپنیو هم دصارفینو څخه د17اربو،19 کروړو اؤ 80لکو روپو دترلاسه کولو اجازه دبجلۍ دڅار دولتي ادارې نیپرا نه غوښتې ده.

دبجلۍ د ویش کمپنیو نیپرا ته دا خواست صارفینو نه ددې پیسو اصولولو خواست د روان مالي کال د دویمې سه ماهۍ دایډجسټمنټ په مد کې کړی اؤ ټاکل شوې ده چې نیپرا به په 22فرورۍ ددې خواست اوریدنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG