لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د پولیسو په تاڼه د ترهګرو د برید هڅه شنډه کړل شوې ده


پولیس وایي د خالي اؤ اتوار په منځ شپه کې یې د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې په ګومل پولیس تاڼه باندې د ترهګرو د برید هڅه شنډه کړې ده.

د پښتونخوا د پولیس محکمې لخوا د خپور شوي بیان له مخې د خالي- شنبې په شپه د 10 نه تر15 ترهګرو په ګومل تاڼه د برید په غرض پرمختګ کولو چې په دغه مهال پولیس دجدیدې ټیکنالوجۍ په مرسته دهغوي په خوڅښت خبر شول اؤ دهغوي دبرید مخه یې ونیوله.

په بیان کې ویل شوي چې دپولیسو اؤ ترهګرو ترمنځ تر15 منټو یا دقیقو سختې ډزې شوي اؤ ترهګر دې ته نه دي پرېښودل شوي چې په تاڼه یرغل وکړي.

په بیان کې دعوه شوې ده چې دپولیسو دسخت مقاومت په نتیجه کې ترهګر پشا شوي اؤ به دې نښته کې پولیسو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

له دې برید وروسته د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډاپور دګومل تاڼې دپولیسو سره تماس نیولی اؤ دهغوي مړانه یې ستایلې ده.

په نزدې ورځو کې خیبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو یو شمیر ترهګریز بریدونه شوي چې هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان قبوله کړې ده.

په30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین کې دجومات دننه په پولیسو یو خونړی ځانمرګي برید ترسره شوی ؤ چې پکې 84کسان وژل شوي اؤ تر 200 زیات نور ژوبل شوي وؤ.

د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده .

په دغه راپور کې راغلي چې تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

د پېکس رپورټ وايي د جنورۍ په میاشت کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې په يو کې د پېښور پوليس لاېن په نخښه کړی شوی دی او دويمه ځانمرګي حمله په خېبر ضلعه کې تر سره شوې ده.

رپورټ زياتوي چې د جنورۍ میاشت کې د ترهګرو ضد د امنیتي ادارو په عملياتو کې 52 وسله وال نيول شوي او نزدې 40 وسله وال وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه زياتره وسله وال په پنجاب صوبه کې ګرفتار شوي خو په ترهګریزو بریدونو کې زياته مرګ ژوبله په خېبر پښتونخوا ايالت کې رامنځ ته شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG