لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لپاره د برتانیې تلونکی سفیر: له طالبانو سره بې له خبرو اترو کولو بله لار نه شته


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او هیوګو شارټر.

واشنګټن ـــــ د افغانستان لپاره د برتانیې شارژدافېر هیوګو شارټر د خپل کار د مودې په ختمولو سره ویلي چې له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه شته، وایي ناارامي او کورنۍ شخړې به بشري ناورین لا زیات کړي او د داعش د بیا را پورته کېدو سبب به شي.

هیوګو شارټر د 2022م کال له جنورۍ میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د برتانیې سفارتکار وو، خو دفتر یې په قطر کې وو او هلته یې کار کاوه. د ده پر ځای د افغانستان لپاره بل څوک لا نه دی ټاکل شوی.

ښاغلي شارټر د شنبې- خالي په ورځ په څو پرله پسې ټویټونو کې لیکلي، د ده لپاره دا ویاړ وو چې په دې مهم وخت کې یې د افغانستان لپاره کار وکړ. شارټر وایي دی تېر کال له طالبانو او افغاني ټولنې سره مسلسل په اړیکو کې وو:

"ځینې به له دې خبرې سره جوړ وي یا به نه وي، خو [له طالبانو سره] بې له خبرو له کلونو جګړې وروسته پرمختګ نه شي کېدای. نور یواځیتوب له افغانانو سره مرسته نه شي کولای".

دغه برتانوی سفارتکار وايي هېواد يې په دې پوهېږي چې له څلوېښت کلنې جګړې وروسته په افغانستان کې نور تاوتريخوالى او جګړه د هيچا په ګټه نه دي:

"ناارامي او کورنۍ جګړې به د ژور بشري بحران او د داعش د ممکنه بیا راپورته کېدو سبب شي، خبرې اترې د پرمختګ لاره ده".

برتانیا هم تر اوسه په هغو هېوادونو کې ده چې لا یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د ښځو په ګډون یې په تېر شاوخوا یونیم کال کې د طالبانو پر هغو پالیسیو نیوکې کړې دي چې له بشري حقونو پکې سرغړونه شوې ده.

هیوګو شارټر وایي پر ښځو او نجونو بندیزونه د افغانانو بنیادي ازاديو ته زیان رسوي او د افغانستان د اوږدمهالي پرمختګ او ارامۍ لپاره خنډ جوړوي. شارټر لیکلي چې دا یواځې د لوېدیځ تصور نه دی، بلکې دا نړیوال اصول دي چې د مسلمان اکثریت هیوادونو یې هم ملاتړ کوي:

"موږ باید له ماضي زدکړه وکړو. دا په دې مانا چې پر خپلو اصولو له ټینګ پاتېدلو سره سره د خبرو اترو لاره باید پرانیستې وساتل شي، د دې مطلب دا دی چې د افغانستان ارامي د ټولنې له ټولو ډلو سره تړلې ده".

د برتانیې تلونکی سفارتکار هیوګو شارټر وایي په افغانستان کې د برتانیې لومړیتوب د هغو 28 میلینه افغانانو د ژوند ژغورل دي چې مرستو ته اړتیا لري، وایي بیا به یې هم دغه کار دوام ولري:

"برتانیې د 2021م کال له اپرېل میاشتې تر اوسه په افغانستان کې تر 600 میلینه ډالرو زیاتې مرستې وېشلې دي چې په میلینونو افغانانو ته رسېدلې دي او له نورو مرستو کوونکو ادارو سره یې په تېر ژمي کې د بشپړې کاختۍ مخه نیولې ده".

هیوګو شارټر لیکلي چې که ښه وي که بد، برتانیه او افغانستان له یو بل سره ګډ اوږد تاریخ لري او د دواړو هېوادونو خلک ریښتینې اړیکې سره لري.

"زموږ ژمنې دوامداره دي چې د افغانستان د یو ارام او سوکاله راتلونکي لپاره کار وکړو، یو ښه راتلونکی ممکن ډېر لرې وي خو موږ به پر دې لاره پاتې یو ځکه چې موږ د افغانانو پوروړي یو او دا زموږ په ګټه هم ده چې یو مستحکم او کامیابه افغانستان ووینو".

د افغانستان لپاره د برتانيې تلونکي شارزدافېر هیوګو شارټر د جنورۍ پر شپږمه ویلي وو، چې طالبان په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار په بندیز لګولو سره د افغانانو له ژوند سره لوبې کوي. ده په ځینو ټویټونو کې د طالبانو دا پرېکړه ښکاره جنسي توپیر، د نړیوالو قوانینو او بشري مرستو له اصولو سرغړونه بللې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG